دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (جون ۳۰) په یوه بیان کې ویلي چې د بیرته ستنیدو دې بې ساري څپې سرحدي سرچینې له سقوط سره مخ کړي دي.
وړاندې راغلي، د بودجې دې سخت کمښت د مرستې رسولو لپاره د «IOM» د د دوی د شریکانو مرستې رسونه په جدي توګه محدوده کړې،داسې چې په ټکو یې یوازې ۱۰ سلنه اړمنو ته مرستې رسول کېږي.
په بیان کې د «IOM » د عمومي مشر امي پوپ په حواله ویل شوي چې "له ایرانه د راستنیدونکو لوی شمیر، هغه هم له پاکستانه د بیرتهراستنیدو له زیاتېدو وروسته، له وړاندې کمزوري ځواب ویونکي نظام ډیر فشار راوړی دی.”
نوموړي زیاته کړې :« کورنۍ یوازې د ځان په جامو کې بېرته ستنېږي، ستړې او د خوړو، روغتیایي خدمتونو او نورو مرستو ته له بیړنۍ اړتیا سرهراځي، د دغو راستنیدو کچه په ژوره توګه اندیښنمونکې ده او د نړیوالې ټولنې سمدستي او قوي ملاتړ ته اړتیا لري او افغانستان نه شي کولی داناورین په یوازې توګه اداره کړي."
د کډوالو نړیوال سازمان ویلي، وروسته له هغې چې د ایران حکومت د مارچ په ۲۰مه د ټولو بې اسنادو افغان کډوالو لپاره له دې هیواده د وتلوضرب الاجل پای ته ورساوه، په اپریل میاشت کې بیرته ستنیدل شدید شول، په می میاشت کې یې دوام وکړ او د جون په میاشت کې اوج تهورسیدل.
په ورته وخت کې یو شمېر هغه کډوال چې په دې وروستیو کې له ایرانه ستانه شوي وايي له سختو شرایطو سره مخ دي.
د هرات د اسلام قلعې د کډوالو له کمپه یوه افغان راستانه شوي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د خپل غږ د بدلولو په شرط یې ازادي راډيوته وویل:
“له هغه ځایه مې یوازې خپلې جامې، مېرمن او ماشومان راوستل، نور څه نه لرو، پیسې مو هلته پاتې دي، کله چې دلتهراغلو، اسلامي امارت «طالبانو» موږ ته لس زره افغانۍ راکړې، زه یوخ ۹ کسیزه کورنۍ لرم او په دې پیسو ان تر هراته تللی نهشم، څه دا چې خپل ولایت بغلان ته پرې ولاړ شم، زموږ لویه اندېښنه بې کاري زموږ د ماشومانو د زده کړو په اړه ده او بل داچۍ دلته کور نه لرو او یې هم د کرایې وسه لرو.”
د «IOM» د معلوماتو له مخې، دغه سازمان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر ۲۹مې پورې له ایرانه د ۷۱۴ زره او ۵۷۲ افغانکډوالو بېرته ستنېدل ثبت کړي، چې ۹۹ سلنه یې بې اسناده او ۷۰ سلنه یې په جبري توګه ایستل شوي دي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دوشنبې په ورځ (د جون په ۳۰) په خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې د جون پهمیاشت کې له ایرانه افغانستان ته د اسلام قلعې د پولې له لارې د بېرته ستنو شویو افغان کډوالو په څپو کې ۵۰ زره بې سرپرسته یا جلا شويماشومان هم شامل دي.
په ورته مهال، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لخوا له پاکستانه د "پي او ار" کارتونو لرونکو افغان کډوالو د داوطلبانه وتلو لپاره ټاکل شوی ضربالاجل هم د جون په ۳۰مه پای ته ورسید.
یو شمېر دغو کډوالو د پاکستان له حکومته د استوګنې د مودې د غځولو غوښتنه کړې ده.
یوه پاکستاني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اسوشیټیډ خبري اژانس ته یې ویلي چې د افغان کډوالو د استوګنې د مودې غځولو طرحه کابینې ته وړاندې شوې او تمه ده چې د سه شنبې په ورځ (د جولای په لومړۍ نېټه) په دې اړه پریکړه وشي.
د معلوماتو پر بنسټ اټکل کېږي چې په پاکستان کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه افغانان د راجستر (پي او ار) کارتونه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت درې اوونۍ وړاندې په یو بیان کې ویلي وو چې په تېرو دوو میاشتو کې څه باندې ۲۱۶ زره افغان کډوال چې دافغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي او بې اسناده کسان هم په کې شامل وه، له دغه هېواده ایستل شوي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په خپل وروستي بیان کې ویلي چې افغانستان د دومره زیات شمېر ستانه شوي کډوال د جذب توان نه لري.
دغه سازمان زیاته کړې چې افغانستان ته سږکال له ایران او پاکستانه د کابو ۹۰۰ زرو کسانو ستنېدو سره، سیمه ییز نظام د سقوط په درشلکې دی، چې دې مسلې هم ستانه شوي او هم کوربه ټولنې اړینو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ګواښ سره مخ کړي دي.
(IOM) بیا ټینګار کړی چې بېرته ستنېدل باید خوندي، داوطلبانه، باعزته او د ټولنو لپاره د مدیریت وړ وي.