د پاکستان کابینه سبا د افغان کډوالو د وتلو د نېټې په تمدید پرېکړه کوي

افغان کډوال پاکستاني پولیسو چاپیر کړی - عکس پخوانی دی

تمه کېږي چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د هستوګنې موده وغځوي.

پاکستان د پي او ار یا ثبت شویو افغان کډوالو ته مهلت ورکړی وو چې د جون تر دېرشمې له دې هېواد ووځي.

یوه پاکستاني چارواکو د نوم د نه یادولو په شرط اسوشیتید پرېس ته ویلي چې د افغان کډوالو د مودې د غځولو طرحه کابینې ته وړاندې شوې او تمه کېږي چې په دې اړه د سه شنبې په ورځ پرېکړه وشي.

په دې سره به د یو میلیون او څلورو لکو هغو افغانانو برخلیک معلوم شي چې له پي او ار کارتونو سره په پاکستان کې اوسیږي.

د پاکستان حکومت ویلي د هستوګنې د مودې د غځولو هدف دا دی چې دا افغان کډوال په با عزته خپل هېواد ته ستانه شي او له تګ مخکې وتوانیږي چې خپل کاروبارونه ټول او جایدادونه وپلورلی شي.

په پاکستان کې یو میلیون او څلور لکه افغانان د پي او ار او اته لکه کسان هم د اې سي سي کارتونه لري او پاتې نور شاوخوا یو میلیون افغانان د پاکستاني چارواکو په خبره په ناقانونه توګه هلته مېشت دي.

د ۲۰۲۳ له نومبر راهیسې څه باندې یو میلیون افغان کډوال له پاکستان ایستل شوي.