د امریکا په ایداهو کې له څو ساعته ډزو وروسته د بریدګر جسد موندل شوی

د ایداهو د برید یوه صحنه

امریکایي چارواکو د هغه وسله وال بریدکوونکي جسد پیدا کړی چې د اطفایې پر کارکوونکو یې ډزې کړې وې. دغو ډزو کې چې د راپورونو له مخې څو ساعته یې دوام وکړ، د اطفایې دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

ګمان دادی چې بریدکوونکي لومړی ځنګه ته اور اچولی او کله چې د اوروژنې کارکوونکي هلته ور رسیدلي، پر هغوی یې ډزې کړې دي.

د بریدکوونکي جسد د کوتني ښار په کنفیلډ غر کې له یوې وسلې سره یوځای موندل شوی دی.

د کوتني ښار د پولیسو مشر رابرت نوریس خبریالانو ته ویلي" د لومړنیو راپورونو له مخې مونږ باور لرو چې پیښه کې یوازې یوه بریدګر لاس درلود."

د برید لامل او انګیزه لا معلومه نه ده.

پخواني معلومات:

د امریکا د آیداهو ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې د اطفایې پر کارکوونکو برید شوی چې لږ تر لږه دوه تنه په کې وژل شوي.

هغوی د یوه لګیدلي اور مړه کېدو لپاره سیمې ته تللي وو.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ډزو دغه برید څو ساعته دوام درلود.

د آیداهو والي برد لیتل دغه برید " ناوړه" بللی دی.

د کوتني ښار پولیسو ویلي، د امریکا په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د اور وژنې یو ټیم د کنفیلډ غره ته واستول شو چې لګیدلی اور مړ کړي، خو نیم ساعت وروسته له برید سره مخامخ شو.

سیمه کې د پولیسو مشر باب نوریس ویلي، معلومات یې ښيي چې د اطفایې دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې، تراوسه نه پوهیږي چې نور کسان هم په مرمیو لګیدلي او که نه.

هغه خبریالانو ته ویلي " مونږ نه پوهیږو چې سیمه کې څو تنه بریدکوونکي حضور لري، د مرګ ژوبلې کره شمېر هم نه لرو. اوس هم زمونږ په لور ډزې کیږي".

د پولیسو د دغه مسول په وینا، خلک له غره څخه د ښکته کېدو په حال کې دي او په خبره یې په ډاډ سره ویلی شي چې هلته برید کې نور خلک هم ایسار پاته دي.

د پولیسو مشر ګمان کوي چې بریدکونکي یوه خوندي ځای کې پټ دي او په لرې واټن ویشتونکو ټوپکونو باندې ډزې کوي.

هغه خپلو سرتیرو ته د ځوابي ډزو امر کړی دی.

د پولیسو په وینا د بریدګرو شمېر لا معلوم نه دی.

پولیسو له خلکو غوښتي چې له سیمې لرې اوسي.

هلته لګېدلی اور لا هم نه دی مړ شوی او د پولیسو په وینا د مهارولو لپاره یې اوسمهال هیڅوک نه شي لیږلی.

نننۍ پیښه د آیداهو ایالت په کوردالین ښار کې شوې. دغه ښار ۵۵ زره وګړي لري او د واشنګټن ایالت پولې ته نژدې پروت دی.

دغلته د کنفیلډ غر د پلي تګ او بایسکل ځغلونې لپاره په زړه پورې ځای دی او ونو باندې پوښل شوی دی.

تراوسه د برید انګیزه نه ده معلومه.