پر اوکرایین د روسیې تر ټولو لویه هوايي حمله؛ ۵۰۰ ډرون او توغندي ویشتل شوي

اوکرایین باندې د ډرون د یو برید انځور

کییف وايي، روسیې د جګړې له پیل راهیسې په تر ټولو لوی هوايي برید کې پر اوکراین له ۵۰۰ څخه زیات توغندي او ډرونونه وویشتل.

په ګڼو سیمو کې خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړل شوي خو لا یې کره ارقام نه دي خپاره.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې لیکلي:

تقریبا ټوله شپه، په اوکراین کې د هوايي بریدونو خبرتیاوې خپرېدې -- ۴۷۷ ډرونونه زموږ په اسمان کې وو، چې ډیری یې روسي-ایراني شاهد ډرونونه وو، شپېته بیلابیل توغندي هم ویشتل شوي.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین هوايي ځواک وویل چې دوی د شپې لخوا توغول شوي ۲۴۹ روسي ډرونونه او توغندي نسکور کړي، او ۲۲۵ ډرونونه له رادار څخه ورک شوي دي.

په دې اړه نور: Russia Fires Over 500 Missiles And Drones At Ukraine In Biggest Air Attack Since War Began, Kyiv Says

د اوکرایین د هوايي ځواک د مخابراتو مشر، یوري اهنات، اسوشیټیډ پریس ته وویل چې د روسیې دا وروستۍ حمله د ۲۰۲۲ کال له فبروري چې پر اوکرایین د روسیې غیر موجه یرغل پيل شو په اوکراین باندې "تر ټولو لویه هوايي حمله" وه.

د اوکرایین ګاونډیو هېوادونو هم بیا ځان چمتو کړی.
له دې ډلې د پولنډ پوځ د جون په ۲۹مه وویل چې دې برید پولنډ او متحد هیوادونه وهڅول چې د هوايي حریم د خوندیتوب د ډاډمنتیا لپاره پوځي الوتکې اسمان ته پورته کړي.

د اوکرایین یوه ویجاړه شوې ودانۍ

د اوکراین په لویدیځ کې د لږ تر لږه شپږو سیمو څخه د تلفاتو او زیانونو راپور ورکړل شوی.
د اوکرایین په لویدیځ کې د لویف او ایوانو-فرانکیوسک، په جنوب کې میکولایف، په جنوب ختیځ کې زاپوریژیا او په مرکزي اوکراین کې پولتاوا هه سیمې دي چې بېګا په نښه شوي.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي یو وار بیا د اوکراین په لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې د روسیې د بریدونو په وړاندې د کییف دوامداره ملاتړ وکړي.

پر اوکرایین دغه لوی برید هغه هڅې هم کمرنګه کړې چې د دې درې کلن جنګ د درېدو لپاره پيل شوې دي.