پاکستان کې نن دوه چاودنې شوي؛ دوه عسکر مړه او نهه نور ټپیان دي

پاکستان کې د یوې پخوانۍ چاودنې انځور

په پاکستان کې نن بیا چاودنې شوي چې لږ تر لږه ۲ عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پوځ پر یو موټر بمي چاودنه شوې چې دوه پوځیان یې وژلي او درې یې ژوبل کړي.

بل پلو په میرامشاه کې یوه ځانمرګي بریدګر د موټرسایکل په وسیله د پوځیانو موټر هدف ګرځولی.
چارواکو ویلي لږ تر لږه ۶ عسکر هلته ټپيان شوي.

پرون سهار وختي هم د میرعلي له خدي مارکیټ سره د پوځیانو د ګزمې په موټرو مرګونی ځانمرګی برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۱۳ پوځیان ووژل شول او د ملکیانو په شمول لږ تر لږه ۲۴ تنه نور ژوبل شول.

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د پوځیانو جنازې ته تللی وو او هلته یې هند تورن کړی چې د دغو بریدونو تر شا لاس لري.

هندي چارواکو د پاکستان د پوځ دا تورونه بې ځایه بللي.