نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو خبرداری ورکړل شوی

په غور ولایت کې له سیلونو په ځای پاتې تاوان

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د تیز باران او له کبله یې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سالنګونو په ګډن د تیزو بارانونو او سیلونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی دی.

د بارانونو او سیلونو د راوتو دا خبرداری په داسې حال کې دی چې پرون شنبې په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې د بارانونو له کبله سیلابونه راوتي وو.

که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه په دغو دوو ولایتونو کې د راوتو سیلانونو د تلفاتو په اړه څه ویلي نه دي، خو د سیمې خلکو ازادي راډیو سره خبرو کې د پراخو مالي تاوانونو خبره کړې ده.