ایراني او امریکایي سرچینو ویلي، دوی د ایران د اټومي پروګرام د خبرو د بیا پېل په هدف یو بل سره په تماس کې دي.
دواړو لورو د درېدلو خبرو بیا پېل ته کره نیټه نه ده ټاکلې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت تېره شپه خبریالانو ته ویلي، واشنګټن له ایران او د خبرو له منځګړو سره په نژدې رابطه کې دی.
بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، ډيپلوماسي دوام لري او د بېلابېلو چینلونو له لارې اړیکې د ټینګېدو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییلو او امریکا له بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۲۵مه په هاګ کې د ناټو په سرمشریزه کې وویل، واشنګټن به راتلونکې اونۍ له ایران سره بحثونه پيل کړي.
د اسراییلو او ایران له جګړې مخکې څو ځله امریکایي او ایراني مرکچیانو د ایران د اټومي پروګرام پر سر خبرې وکړې، خو کومه مشخصه پایله یې نه درلوده.