ټرمپ؛ نتانیاهو یو پیاوړی مشر دی او د هغه خلاف قضیې دې لغوه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د محکمې د لغوه کیدو غوښتنه وکړه.

ټرمپ نن پنجشنبې پر خپلې سوشل پاڼې ټروت نتانیاهو "پیاوړی او جنګیالی مشر" یاد کړی او ویلي دي، " اوس هغه وخت رسیدلی چې نتانیاهو له محکمه کیدو خلاص شي".

ولسمشر ټرمپ د نتانیاهو قضیه جعلي وباله او وویل،" دا قضیه دې لغوه شي یا دې نتانیاهو ته عفوه وشي".

نتانیاهو د خیانت، بډو او درغلیو په دریو قضیو کې تورن دی، خو هغه دا تورونه رد کړي دي.