هُرمز تنګی ولې مهمه دی او په تړل کېدو به یې څه پېښ شي؟

د هرمز تنګي نقشه

د ایران پرس ټي وي د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمېټې د غړي اسماعیل کوثري په حواله لیکلي چې د امریکا د بریدونو په غبرګون د پارلمان غړو د دې لارې په تړلو سلا کړې.

هغه بیا ویلي چې د هُرمز تنګي د تړلو وروستۍ پرېکړه د ایران د ملي امنیت په عالي شورا تړلې ده.

هُرمز تنګی چېرته موقعیت لري؟
هُرمز تنګی د ایران او عُمان تر منځ موقعیت لري داسې چې شمالي غاړه ساحل یې ایران او جنوبي ساحلونه یې د عمان سلطنت مصندم سیمې سره نښلوي.

د هرمز تنګی

په دغه سمندري تنګي کې د ایران مخامخ تر اوبو هاخوا سعودي عربستان او متحده عربي امارات پراته دي.

بلآخره دا تنګی د سیمې دا هېوادونه له عرب سمندرګي سره وصلوي.

د هُرمز تنګي خوله تر ۵۰ کیلومتره پراخه ده خو په تر ټولو واړه ځای کې یې سور ۳۳ کیلومترو ته کمیږي. ځینې ځایونو کې د بېړۍ چلولو لپاره یواځې درې کیلومتره ساحه مساعده ده.

دا تنګی ووړ خو ولې مهم دی؟

د نړۍ یو پر پنځمه برخه یا شل فیصده تېل له دغه تنګي په کښتیو کې وړل کېږي. دا اندازه د ورځې غالباً ۱۸ میلیونه تر ۱۹ میلیونه بېرله تېل کېږي.

د دې تنګي له لارې په ایران سربېره چې د تیلو له لویو صادرونکو دی د نړۍ د تیلو نور لوی صادرونکي سعودي عربستان، عراق، کوېټ او متحده عربي امارات کار اخلي.

هرمز تنګي کې تېلو د ټانکرونو نښې

ایران چې د ورځې ترې درې میلیون او درې لکه بېرله تیل تولیدوي څه باندې دوه میلیونه بېرله یې له هُرمز تنګي انتقالوي.

د دوی لپاره دا ازادو اوبو او نورو مقاصدو ته د تېلو د رسولو تر ټولو اسانه او ارزانه لار ده خو که وغواړي نورې بدیلې لارې پیدا کړي د تیلو بیه به په وروستي مقصد کې ډېر ګرانه پریوزي او ورسره به د تیلو نړیوالې بیې په بې سارې توګه لوړې لاړې شي.

د تېلو بېرلې او ټانکرونه - انځور ګرافیکي دی

د ایران پرس ټي وي دا خبرداری هم ورکړی چې د تنګي د احتمالي تړلو په لومړۍ اوونۍ کې به د تیلو بیه تر اتیا فیصدو لوړه شي.

لویدیځ قدرتونه د دغه تنګي د تړلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ویلي د هُرمز تړل به ډېر خطرناکه وي او هېچاته به ګټه ونه کړي.

کایا کالاس - د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره

کالاس د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په څنډه کې په دې اړه وویل:

«وزیران ډېر تمرکز په ډیپلوماټیک حل لارې کوي او همدارنګه د غچ اخیستلو او د دې جګړې د زیاتېدو اندېښنې ډېرې دي، په ځانګړې توګه د ایران له خوا د هرمز تنګي تړل به ډېر خطرناکه وي او د هیچا ته به ښه نه وي»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي:

د هُرمز تنګي تړل به د ایران لپاره اقتصادي ځان وژنه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر


د ایران ګواښونه څومره جدي نیول کېدای شي؟

د ایران سمندري ځواکونو د نړۍ له بندیزونو او ګواښونو سره سره په دغه تنګي کې وخت ناوخته نړیوالې بېړۍ چلوونې ته ستونزې ولاړې کړي دي.

هرمز تنګی او جنګي بېړۍ

د اکثرو لویدیځو هېوادونو تیل وړونکې او لویې کښتۍ یې ضبط او عملې يې نیولي دي چې اکثر د نړیوالو کړکېچونو لامل شوي دي.