اسراییل وايي په تهران ېې خپل نني برید کې  د ایوین د محبس په شمول یو شمیر مهمې دولتي ودانۍ په نښه کړې

په تهران باندې د اسراییلو دهوايی برید یو برید انځور

اسراییلو او ایران نن  د جګړې په یوولسمه ورځ  هم پریوبل خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. اسراییلو په تهران کې اهداف په نښه کړل او د ایراني توغنديو له کبله په اسراییلو کې د خطر شپیلۍ وغږول شوې.

اسراییل وايي په تهران کې یې د ایوین په زندان او یوشمیر نورو دولتي ادارو برید کړی دی.

داسراییل دفاع وزارت اعلان وکړ یو شمیر هغه ادارې یې په نښه کړې چې ددوی په وینا د خلکو په ځپلو کې لاس لري.

اعلامیه دغه ادارې له پوځي او امنیتي اړخه ډیرې مهمې بولي او وایي چې دغه بریدونه داسراییلو دصدراعظم بنیامین نتانیاهو په لارښوونو ترسره کیږي.

اسراییلو ،" دبسیج اداره، د اوین محبس، دفلسطین په میدان کي د اسراییلو دنابودی ساعت شمیر، دپاسدارانو دداخلي امنیت او عقیدتي ادارې" په تهران دنننیو بریدونو اهداف اعلان کړل.

د ازادي راډیو د ایراني څانګې / راډیو فردا رپوټ وايي چې د اوین په محبس باندې دبرید دپیل یوه توره اوسپینه ویډیو خپره شوې ده چې ښکاري د تړل سوي مدار کامرو تصویریونه دي. دغه محبس کې ګڼ شمیر سیاسي بندیان محبوس دي.

په تهران باندې د اسراییلو ننني بریدونو د یوولس ورځنۍ جګړې ترټولو شدید بریدونه ګڼل شوي دي.

ددغو بریدونو د محتملو تلفاتو رپوت نه دی ورکړل شوی .بلخوا ایران هم نن په اسراییلو د توغندیو برید وکړ.

نن سهار دخطر شپیلۍ په ټول اسراییل کې د ۳۰ دقیقو لپاره وغږول شوې او داسراییلو اردو وویل چې دایران لخوا څو توغندي ورتوغول شوي دي.

دخطر شپیلی چې غلې شوې اردو خلکو ته لارښوونه وکړه چې اوس کولای شي له پناه ځایونو بهر راووځي.

اسراييلي رسنیو وویل چې شاوخوا ۱۵ توغندي ورتوغول شوي وو او ځینو رپوټونو وویل ځینی دغه توغندي په ځایونو لګیدلي دي .

د اسراییلواردو په خپلې لومړنۍ اعلامیه کې وویل چې د پلټنې او ژغورنې ډلې د هیواد په څو ځایونو کې چې رپوټونه وايي توغندي په کې لګیدلي ، دعملیاتو په حال کې دي.

وروسته د اسراییلو اردو د رسنیو لخوا د توغندیو اعلان شوی شمیر تصحیح کړ او وویل چې څلور توغندي توغول شوي وو چې داکثرو مخه ونیول شوه.

د بیت المقدس په آسمان کې د توغندیو دمخنیوي د انفجارونه غږونه واوریدل شول.

داسراییلو د ژغورنې او عاجلو طبی خدماتو ادارې وویل چاته زیان نه دی اوښتی خو دجلیل علیا سېمې په یوځاې کې د مرستندویانو د ټیم پلټنې روانې دي.

په عین حال کې یوه الوتکه چې له تجارتي پرواز وروسته له قبرس نه د اسراييلو په لور د ستنیدو په حال وه دایراني توغندیو د برید په مهال یې خپل مسیر بدل کړ.

دغه راز نن سهار د تل ابیب ښار د شارون دسیمې او دهیواد په شمال کې اوسیدونکو څخه وغوښتل شول چې د نورو بریدونو په وړاندې بیدار اوسي اوپناځایونو ته نږدې پاته شي.

نور نیوز، دایران دامنیت عالي شورا ته نږدې رسنۍ ددغو بریدونو په هکله ولیکل چې" د اسلامي انقلاب د پاسدارانو ځواکونو په ۲۱ مه څپه کې په تل ابیب او حیفا باندې دبریدونو تکتیک بدل کړ او د اسراییلو له شمال ترجنوب یې ګڼې نقطې په نښه کړې."
ددغو بریدونو د محتملو تلفاتو او تاوانونو په هکله کوم تایید شوي رپوټ نه دی خپور شوی .