ساري ناروغیو په افغانستان کې سلګونه کسان وژلي دي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې ساري ناروغیو په یوه میاشت کې په افغانستان کې ۳۱۰ کسان وژلي دي.

د دې سازمان میاشتنی راپور چې د یکشنبې په ورځ، د جون په ۲۳مه خپور شو، وايي چې دغه کسان د شري، د تنفسي جهازد شدید التهاب ، د ډیهایډریشن سره شدید اسهال او کانګو تبې له امله مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د تنفسی جهازد شدید التهاب ناروغي د اندیښنې وړ بللې او ویې ویل چې یوازې په می میاشت کې، په هیواد کې د دې ناروغۍ له امله ۱۹۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دې سازمان په وینا، په می میاشت کې، دوی په افغانستان کې د دې ناروغۍ نږدې ۹۳۰۰۰ نوې پیښې ثبت کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) پدې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې نږدې لس ملیونه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیایی اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.