په افغانستان کې دملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي ( یوناما ) مشره روزا اوتونبایوا ددغه هیواد په اړه د امنیت دشورا نننۍ غونډې ته وینا کوي.
میرمن اوتونبایوا به غونډې ته ددوحې د پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه معلومات ورکړي .
د دوحې پروسه د یوې سیاسي لارې دنقشې له مخې طالبانو سره د لا اغیزمن او منسجم نړیوال تعامل لپاره دوه کاله مخکې پیل شوې ده.
دغه راز تمه ده چې په غونډه کې به دافغانستان په اړه یولړ سیاسي ، اجتماعي ، اقتصادي او د بشري حقونو او بشري وضعیت اړوند مسایل هم وڅیړل شي.
دغونډې په اړه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشی مرستیاله جویس مسویا او د ملګرو ملتونو د ښځو دبرخی اجرایوی مشره سیما باهوس هم غونډې ته وینا کوي.
ویل کیږي چې دګډونوالو په خبرو کې به په ځانګړې توګه په ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونو او تبعیضی پالیسو په اغیز تمرکز وشي.