په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپیان دي.
په تل ابیب کې ګڼې ودانۍ ورانې شوي دي.
همداراز په حیفا کې هم د ایران څو توغندي لګېدلي چې پراخې ورانۍ یې رامنځته کړي.
د ایران تر غچ اخیستونکو بریدونو وروسته د اسراییلو یوه سیمه
ایران وروسته له هغه لاس په کار شو چې امریکا د ایران په څو اټومي سایټونو بمي بریدونه وکړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران بریدونه بریالي وبلل او زیاته یې کړه:
«د امریکا پوځ د ایران د رژیم په دریو مهمو اټومي تاسیساتو، فوردو، نطنز او اصفهان باندې پراخ دقیق بریدونه وکړل. هر چا د کلونو لپاره دا نومونه اوریدلي وو ځکه چې دوی دا وحشتناک ویجاړونکي مراکز جوړ کړي وو. زموږ هدف د ایران د اټومي بډاینې د ظرفیت له منځه وړل او په نړۍ کې د ترهګرۍ د لومړي نمبر ملاتړي دولت لخوا د اټومي ګواښ بندول وو.»
ولسمشر ټرمپ ګواښ وکړ چې ایران باید سوله وکړي که نه په راتلونکي کې به بریدونه لا په لویه کچه او ډېر اسانه وي.
دغو بریدونو د ایران تُند غبرګونونه پارولي.
د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي پر ایران د دغو بریدونو د عواقبو ټول مسوولیت متحده ایالتونو ته ورګرځي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر
هغه مخکې د امریکا د برید په اړه په لومړني غبرګون کې ویلي وو چې ایران د خپلې واکمنۍ، ګټو او خلکو د دفاع لپاره د هر ډول اقدام حق خوندي ګڼي.
اسراییلو د جون ۱۳مې سهار وختي پر ایران بریدونه پيل کړل چې په ترڅ کې یې د دغه هېواد لسګونه لوړپوړي پوځي قومندانان او اټومي ساینسپوهان ووژل شول. همدارنګه عامو خلکو ته هم په پراخه کچه مرګژوبله اوښتې ده.
د ایران یوه هدف ګرځېدلې سیمه
اسراییلو که څه هم ویلي چې د ایران اکثر بریدونه یې شنډ کړي خو په تېره یوه اوونۍ کې د ایران په غچ اخیستونکو بریدونو کې تل ابیب، حیف او څو نورې سیمې هدف ګرځېدلي او په ګڼې مرګژوبلې سربېره یې ودانۍ او هستوګنې سیمې ویجاړې کړي.
په دې اړه نور: عراقچي: پر ایران د امریکا بریدونه ( بې شرمانه) دي او تلپاتې عواقب به ولري په دې اړه نور: پر ایران د امریکا مستقیم بریدونه، ټرمپ د نورو بریدونو ګواښ کړی