د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دوی پر خاوره د امریکا تر بریدونو وروسته ویلي، ایران د خپلې دفاع په خاطر“ ټول غوراوي“ په لاس کې لري.
عباس عراقچي پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر دغه برید “ بې شرمانه“ بللی او ویلې یې دي چې تلپاتې عواقب به ولري.
له دې سره همهاله د اسراییل پوځ ویلي چې ایران د امریکا له برید وروسته د دوی خواته توغندي ور ویشتلي دي.
په تل ابیب کې د خطر زنګ وهل شوی، خو تراوسه د ایران د نننیو بریدونو د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هوایي ځواکونو یې د فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیسات ویشتي او له منځه یې وړي دي.
ټرمپ تر دغو بریدونو وروسته خپل ولس ته په وینا کې وویل، که ایران سوله ونه کړي، نور هدفونه به یې هم ورته وولي.
ټرمپ وویل، دغه بریدونه د اسراییل په همکارۍ ترسره شوي.