پوتین؛ ایران له موږ څخه د اسراییلو پرضد جګړه د وسلو غوښتنه کړې نه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له ایران سره د ستراتیژیکو همکارایو قرارداد کې د پرمختللو وسلو ورکړه شامله نه ده.

پوتین پرون چهارشنبې وویل، ایران له اسراییلو سره په جګړه کې له روسیې د پوځي مرستې غوښتنه نه ده کړې.

پوتین چې په سن پټرزبورګ کې په یوه خبري کنفراس کې خبرې کولی وویل،" د مسکو له خوا تهران ته ورکړل شوي پوځي تجهیزات د اسراییلو له جګړې سره هیڅ ارتباط نه لري".

پوتین د هغه پوښتنې په ځواب کې چې روسیه د اسراییلو پر ضد جګړه کې د ایران په ملاتړ دغه هېواد ته پرمختللې وسلې ورکوي او کنه وویل، "د ایران او روسیې ترمنځ د تیرکال په پوځي تړون کې د پرمختللو وسلو او تجهیزاتو ورکړه شامله نه ده".

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په تیرو دریو کالونو کې په اوکرایین کې په ایران کې جوړه شوې د شاهد په نوم بې پیلوټه الوتکې په ډیرو بریدونو کې کارولې ده.