عام افغانان؛ ناروغان مو د وینې په بانکونو کې د منظم سیسټم د نشتوالی له کبله ژوند بایلي

انځور له ارشیف څخه

یو شمېر عام افغانان د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې د وینې د بانکونو، خدماتو د کمښت او د نا منظم سیستم په اړه شکایتونه کوي.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنه وښوده چې سربېره پر دې چې د کورنۍ ځیني غړي یې په دوامداره توګه د بېلابېلو ناروغیو له امله عاجلې وینې اړتیا لري، خو دوی په اسانه او ارزانه توګه یې نه شي موندلی.

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالغفار وایي، د دوی په ولسوالۍ او نږدې نورو ولسوالیو کې ډېری ماشومان او ښځې د وینې په کمښت اخته دي، خو په خبره یې دوی ورته اسانه لاسرسی نه لري.

دلته زښته زیات کوچنیان د وینې په کمښت هم اخته دي، دا ډېره ستره ستونزه ده، ډاکتران د وینې د ورکړې نه وسایل لري او ورسره اعیار دي، نو دې والسوالۍ کې د وینې (سیستم) ډېر ضرورت دی
د کندهار اوسیدنکی

ده ازادي راډیو ته وویل، "دلته په شینکۍ، معروف، ارغستان، شورابک او دغو سرحدي ولسوالیو کې د وینې سیستم بېخي نشته او دلته زښته زیات کوچنیان د وینې په کمښت هم اخته دي، دا ډېره ستره ستونزه ده، ډاکتران د وینې د ورکړې نه وسایل لري او ورسره اعیار دي، نو دې والسوالۍ کې د وینې (سیستم) ډېر ضرورت دی."

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي عبدالستار ورته ستونزه بیان کړه، "زموږ په علاقه (سیمه) کې ډېری د وینې په سرطان اخته کسان شته، دوی چې کله د وینې ضرورت پېښېږي، بیا موږ لویو ښارونو کې اعلانونه خپروو چې که څوک ورته وینه پیدا کړي، هغه کله پیدا شي او کله نه، دا ډېره لوی ستونزه ده زموږ د ولسونو لپاره، زموږ غوښتنه دا ده چې دلته دې د وینې د ګروپونو معلومولو معاینه خانې او داسې مراکز جوړ شي چۍ د وینې د ساتنې ضرفیت او ناروغانو ته یې د زرق کولو وړتیا ولري."

دا ستونزه د افغانستان په شمال کې هم مطرح کېږي.

د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ اوسېدونکي مطیع الله عابد ازادي راډیو ته وویل، "دلته امکانات نشته چې وینه پیدا شي، ټوله ولسوالۍ کې دوه کلینیکونه لرو، موږ چې ولادي ناروغانې ورولو او د وینې ستونزه ولري، نه یې شو موندلی، دا څو ورځې مخکې مې یوه ناروغه وروستله، ټوله ولسوالۍ کې وګرځېدو، خو وینه پیدا نه شوه."

دلته امکانات نشته چې وینه پیدا شي، ټوله ولسوالۍ کې دوه کلینیکونه لرو، موږ چې ولادي ناروغانې ورولو او د وینې ستونزه ولري، نه یې شو موندلی
د کوه صافي اوسیدنکی

د ننګرهار او ارزګان ولایتونو ځینو اوسېدونکو ازادي اډیو ته په استولو غږیزو پیغامونو کې ورته ستونزې بیان کړي او د طالبانو له حکومته او د روغتیا نړیوال سازمان نه یې د وینې د بانکونو او منظم سیسټم د برابرولو غوښتنه کړې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دې خلکو د اندېښنو او شکایتونو اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو ځیني ډاکتران هم دا ستونزې مني او دا حالت د خپلو ناروغانو لپاره حتی مرګونی ګواښ بولي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر عصمت اندړ ازادي راډیو ته وویل: "وینه د انسان لپاره ډېر مهمه او با ارزښته ده، که چېرې حتی د لنډې مودې لپاره د انسان د بدن پر یوې برخې قطع شي هغه غړی به یې خپله بیا فعالیت نه شي کولای چې دا د هر انسان لپاره ستونزې پېښولای شي، حتی د انسان د مړینې سبب ګرځېدای شي."

ډاکتر اندړ وایي په نورمال حالت کې د هر انسان بدن ته له پنځو تر شپږو لیټرو وینه اړتیا لرو، خو په خبره یې کې یې دوه یا یو لیټر هم ضایع شي، د انسان ژوند ورسره ختمېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه ورځې مخکې (د جون په ۱۴مه) د روغتیا نړیوال سازمان ‏د وینې د ورکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپرو کړو پیغامونو کې ټینګار کړی و چې د یو انسان یو ځل وینې ورکړه ان تر درېیو کسانو ژوند ژغورلای شي.

دې سازمان په افغانستان کې د «ډبلیو اچ او» د استازي اډوین سینیزا سلواډور په حواله ویلي و چې هر څاڅکی وینه د اړمنو کسانو د ژوند برخلیک ټاکلی شي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د ګڼو نورو روغتیایي اسانتیاوو او خدمتونو د ستونزو ترڅنګ خلک حتی د وینې د تر لاسه کولو لپاره په ډېره لومړنۍ او سیمه ییزه توګه د وینې د کمښت او اړتیا پر مهال اعلانونه خپروي، پېري یې چې ډېری وخت یې په بېړني حالت کې د پېرلو وسه هم نه وي او یا یې موندلی نه شي او ان د ناروغانو د تلف کېدو سبب یې ګرځي.