په ایران کې د افغان کډوالې کبرا رضایي وژلو ته د غبرګونونو دوام ( عاملان یې باید اعدام شي)

کبرا رضایي، ایران کې وژل شوې افغان کډواله

په ایران کې د یوې افغان کډوالې کبرا رضایي وژنې ته د غبرګونونو په لړ کې د ازادۍ فانوس په نوم یوه خوځښت د دې پیښې د بیړنۍ، رڼې او بې پلوه څيړنې غوښتنه کړې ده.

دغه خوځښت نن چهارشنبه ( د غبرګولي ۲۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قتل عاملان باید وپیژندل شي او له کوم مصونیت پرته باید اعدام شي.

په خبرپاڼه کې دغه وژنه جنایت او د بشري حقونو ښکاره نقض بلل شوی دی.

د هنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو د ملاتړ یوه بنسټ تازه راپور ورکړ چې د کبرا رضایي ټوټه شوی جسد د غبرګولي په ۱۳مه د تهران په پیشوا سیمه کې په کثافاتو کې موندل شوی دی.

د هنګاو په خبره دغه نجلۍ د جسد تر موندل کېدو یې پنځوس ورځې مخکې کار ته د تلو پر مهال اختطاف او تري تم شوې وه.

تراوسه چا یا کومې ډلې د هغې د وژنې مسولیت نه دی منلی.

ایران کې میشتو افغان کډوالو هم دا وژنه له دوی سره د سیستماتیکې بې عدالتۍ یوه بیلګه یاده کړې ده.