جرمني په ۲۰۲۴کال کې د ریکارډ په کچه کډوالو ته د دې هېواد تابعیت ورکړی دی.
د جرمني د احصايې فډرال ادارې نن سه شنبې اعلان وکړ چې دغه هېواد تیرکال ۲۹۱زره کډوالو ته تابعیت ورکړی دی چې د ۲۰۲۳کال پرتله ۴۶سلنه زیاتوالی ښيۍ.
د اعلان له مخې د نوي تابعیت ترلاسه کوونکې تر ډیره سوریایان دي.
په جرمني کې میشت درې سلنه افغانانو هم تیرکال د دې هېواد تابعیت ترلاسه کړی دی.
د تابعیت په قانون کې اصلاحات د دې زیاتوالي عمده لامل بلل شوی دی.
د جرمني حکومت د ۲۰۲۳کال په جون میاشت کې د تابعیت اخیستو لپاره د استوګنې شرط له اتو کلونو څخه پنځو کلونو ته راکم کړ او ان درې کالونه يې د ځانګړو مواردو لپاره ټاکلي وو.
که څه هم تیرکال ډیرو کډوالو د جرمني تابعیت ترلاسه کړی خو د جرمني نوی ایتلافي حکومت غواړي بیرته دغه اصلاحات راونغاړي او د تابعیت لپاره د لږ تر لږه پنځه کلن انتظاره موده بیرته رامنځته کړي.