په داسې حال کې چې له نن دوشنبې د جون ۹مه امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو په وګړو د سفر محدودیت پیلېږي، په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې امریکا ته د تګ بېلابېل کېسونه لري وايي د سفر دا محدودیت ممکن دوی بېرته خپل هېواد ته تلو ته اړ کړي، هلته چې د دوی په خبره ژوند یې د مرګ له ګواښ سره مخ دی.
له نن دوشنبې د جون ۹مه امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو په وګړو د سفر محدودیت پیلېږي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ په یو فرمان کې متحده ایالاتو ته د یادو هیوادونو د وګړو په سفر محدودیت ولګاوه او ویې ویل چې د دې اقدام هدف له بهرنیو ترهګرو د امریکا خوندي ساتل دي.
ایران، میانمار، چاد، کانګو جمهوریت، استوايي ګینه، اریتریا، هایټي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن نور هغه هیوادونه دي چې د ټرمپ د فرمان پر بنسټ امریکا ته یې په سفر بندیز لګول شوی دی.
که څه هم په دې فرمان کې د «ایس ای وي» کیسونو له لارې د ویزو ترلاسه کوونکي او د امریکا د دایمي استوګنې یا ګرین کارټ درلودونکي کسان او ځینې نورې ځانګړې ډلې مستثنا بلل شوي، خو د هغه زرګونه افغان پناه غوښتونکو د سرنوشت په اړه په کې هیڅ نه دي ویل شوي چې اوس مهال د پاکستان په ګډون په درېیمو هیوادونو کې د خپلو کیسونو د څېړنې په هیله وخت تېروي.
امریکا ته د تګ په تمه د افغان کېس لرونکو انديښنې
دا پناه غوښتونکي چې ډیری یې د «پی ۱» او «پی ۲» په نوم کیسونه لري او ډېره برخه یې په پاکستان کې میشت دي وايي د سفر دغه محدودیت سخت اندېښمن کړي دي.
په دې اړه نور: امریکا ته د افغانستان او ۱۱ نورو هېوادونو د اتباعو پر تګ محدودیت لګول شوی، کوم افغانان استثنا دي؟په اسلام اباد کې میشت یو افغان پناه غوښتونکي چې امریکا ته د تګ «پي ۲» کېس لري او نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل،
دا د افغان پناه غوښتونکو د برخلیک لپاره ډېره خواشینونکې ده او دا له دوی سره ظلم دیافغان کډوال
"دا د افغان پناه غوښتونکو د برخلیک لپاره ډېره خواشینونکې ده او دا له دوی سره ظلم دی، دا کوم کسان چې اوس دلته میشت دي او تمه لري چې امریکا ته انتقال شي دوی په یو شکل نه یو شکل په افغانستان کې د امریکا له ماموریت سره مرسته کړې ده او دوی اوس بېرته افغانستان ته هم نه شي ستنېدلای."
په اسلام اباد کې میشته د ښځو او بشري حقونو یوه فعاله یاسمین نبي زاده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اېچ ار) کې د کډوالۍ کېس لري وايي له یوې خوا د پاکستاني پولیسو له لوري افغانستان ته د دوی د ډیپورټ خطر او له بل لوري یې د پناه غوښتنې د کیسونو نامعلوم برخلیک د ژوند لوری ترې ورک کړی دی.
دا چې د څلورو اولادونو مور ده ازادي راډيو سره یې په خبرو کې وویل چې اوس مهال د ژوند تر ټولو سختې شېبې تجربه کوي.
د ټرمپ دې فرمان دلته ټول افغان پناه غوښتونکې چې د ۲۰۲۱ کال نه وروسته راغلی ډېر سخت اندېښمن کړي په دوی کې تر ډېره د بشري حقونو فعالان، معترضین، د مدني ټولنې غړي، د تېر حکومت نظامیان او خبریالان شامل ديیاسیمن
"د ټرمپ دې فرمان دلته ټول افغان پناه غوښتونکې چې د ۲۰۲۱ کال نه وروسته راغلی ډېر سخت اندېښمن کړي په دوی کې تر ډېره د بشري حقونو فعالان، معترضین، د مدني ټولنې غړي، د تېر حکومت نظامیان او خبریالان شامل دي چې که وطن ته استول کیږي هلته د مرګ له ګواښ سره مخ کیږي، او تر ټولو بده دا چې اوس مهال دوی له پاکستانه هم ډیپورټ له ګواښ سره مخ دي."
د دغه کیس لرونکو د ادعا له مخې که افغانستان ته ډیپورت کیږي هلته یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی ځکه په خبره یې دوی تر ډېره په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د متحده ایالاتو یا د امریکا په تمویل شویو پروژو کې کار کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ فرمان کې هغه افغانان چې دوه ګونی تابعیت لري او د بل هېواد د پاسپورټ په کارولو امریکا ته سفر کوي، هغه کسان چې د کډوالۍ ویزې لري او دا ویزې د کورنۍ د نږدې غړو، لکه مېرمنو او کوچنیو ماشومانو له لارې ترلاسه شوي، هم اجازه لري چې متحده ایالاتو ته سفر وکړي.
سربېره پر دې، هغه کسان چې په نړیوال جام یا المپیک کې د لوبغاړو یا روزونکو په توګه برخه اخلي، امریکا ته د ننوتلو اجازه به ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا له وړاندې د روان کال د جنورۍ په وروستیو کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د یو ځانګړي اجراییوي فرمان په ترڅ کې، امریکا ته د شرایطو برابر افغان پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونیوله.
سپینې ماڼۍ ویلي و چې په دې برخه کې لا نورو امنیتي څېړنو ته اړتیا ده.