د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاس انجلس کې مظاهرې بلوا وبللې

امریکايي پولیس او مظاهره چیان

هغه ګواښ وکړ چې که څوک خطر پېښوي نو له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. «وبه ګورو چې څه ته اړتیا لرو. موږ به هر څه ته چې اړتیا ولرو ور ولیږو چې یقیني کړو قانون او نظم برحاله دی.»

ولسمشر ټرمپ چې یکشنبه نیوجرسي کې وو د لاس انجلس د وروستیو مظاهرو په اړه یې د خبریالانو پوښتنې هم ځواب کړې.

هغه د پولیسو او اردو په وړاندې د مظاهره چیانو په چلند غوصه ښکاره کړه.

د امریکا ولسمشر


«موږ به دا ډېر له نږدې څارو. او کله چې دوی په خلکو لاړې تو کوي - تاسو پوهیږئ، دوی توکې کوي. دا د دوی نوی کار دی. دوی توکې کوي. او تر دې هم بده دا چې تاسو پوهیږئ چې دوی په دوی څه غورځوي، سمه ده؟ او کله چې دا پیښ شي، زه یو کوچنی بیان لرم - چې وايي، دوی توکي، موږ یې وهو. او ما دوی ته ویلي، هیڅوک به زموږ په پولیس افسرانو لاړې تو نه کړي. هیڅوک به زموږ په اردو تو نه کړي.»

د کالیفورنیا ملي ګارډ

لاس انجلس د دریمې پرلپسې ورځې په مخ هم یکشنبه د پراخو مظاهرو شاهد وو.

مظاهره چیان د کډوالو پر ضد د چاپو په وړاندې پاڅېدلي او غواړي د هغوی جبري ستنول ودریږي او د کډوالۍ او ګمرک منسوبین چې پولیس ورسره مل دي له سیمو ووځي.

ښاغلي ټرمپ د نظم د راوستلو لپاره د امریکا د ملي ګارډ دوو زرو سرتیرو ته امر کړی چې په لاس انجلس کې ځای پر ځای شي.
اخوا د کالیفورنیا والي ګیوین نیوسوم د ټرمپ له ادارې څخه غوښتنه وکړه چې په لاس انجلس کاونټي کې د ملي ګارډ د ۲۰۰۰ سرتیرو د ځای پرځای کولو امر بیرته واخلي، او د دغو سرتیرو ځای پر ځای کول یې غیرقانوني وباله.

نیوسوم ټرمپ تورن کړ چې هڅه کوي یو بحران رامینځته کړي او د کالیفورنیا د ایالت حاکمیت نقض کړي.

سپینې ماڼۍ د نیوسوم څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې «هر چا ګډوډی، تاوتریخوالی او بې قانوني ولیدله»

د یکشنبې په ورځ د ملي ګارډ شاوخوا دولس غړي، د کورني امنیت د وزارت د پرسونل سره یوځای، د لاریون کوونکو یوه ډله چې د لاس انجلس په ښار کې د فدرالي ودانۍ بهر راټول شوي وو، په زور سره شاته ټېل وهل.

په دې ودانۍ کې د راپورونو په اساس څه باندې هغه سل کسان ساتل کېږي چې د کډوالۍ د قوانینو د سرغړاوي په تور د پولیسو او کډوالۍ منسوبینو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

لسګونه مظاهره چیان هم د تاوتریخوالي په سبب د پولیسو له خوا توقیف شوي دي.

د متحده ایالتونو د ګمرک او مهاجرت ادارې د پولیسو په ملتیا د جمعې له ورځې د لاس انجلس په عمدتاً لاتین میشتو سیمو کې د کډوالۍ د قانون د سرغړاوي په تور د شکمنو کسانو او ناقانونه کډوالو پر ضد چاپې پیل کړي.

دوی د ناقانونه کډوالو د ایستلو په هڅه کې دي.