غزه کې تازه ۳۶ فلسطینیان او یو لوړپوړی اسلامپاله مشر اسد ابو شریعه وژل شوی دی

د ورانې شوې غزې یوه څنډه، ارشیف

د غزې د مدني دفاع په نوم یوه ځایي بنسټ ویلي چې اسراییلي سرتیرو پرون ۳۶ تنه فلسطینیان وژلي دي.

فرانس پریس خبري اژانس د شنبې په ورځ د دغه بنسټ په حواله ویلي، شپږ تنه هغه مهال په ډزو ووژل شول چې د امریکا له ملاتړه برخمنې یوې موسسې له خوا د مرستو اخیستو ته راټول شوي وو.

د اسراییل پوځ فرانس پریس ته ویلي، د دوی سرتیرو په رفح کې هغه مهال مرستې ته په راټولو شویو زرګونه کسانو " اخطاریه ډزې " وکړې چې د دوی سرتیرو د خطر احساس وکړ.

غزه کې د نورو وژل شویو فلسطینانو په اړه خبر کې جزیات نه دي ورکړل شوي.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د غزې په عملیاتو کې يې د اسد ابو شریعه په نوم حماس ته د یوې نژدې اسلامپاله ډلې مشر وژلی دی.

د روسیې تاس خبري اژانس بیا لیکلي چې حماس د ابو شریعه وژل تایید کړي دي.

حماس چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه یې پر اسراییلو پراخ برید وکړ او له کبله یې د غزې جګړه پيل شوه، د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پیژندل کیږي.