کابل کې د شدیدې وچکالۍ خبرداری، له وړاندې د ښار ډیر اوسیدونکي له پاکو اوبو محروم شوي

د کابل یوه برخه، ارشیف

د مرسي کورپس په نوم یوه نړیواله موسسه وایي، د افغانستان پلازمېنه کابل په جدي ډول د اوبو له کمښت سره مخامخ دی.

دغې موسسې په تازه څیړنه کې چې بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې پرون شنبه د جوزا په ۱۷مه خپرې کړي ویلي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، کابل به ۲۰۳۰ پورې له بشپړې وچکالۍ سره مخامخ شي.

مرسي کورپس د کابل د اوسنیو وګړو شمېر ۷ میلیونه ښودلی.

د دوی په څيړنه کې راغلي چې د هوا ککړتیا او چټلو اوبو د کابل تر ځمکې لاندې اوبه هم خرابې کړي او خلک همدا اوس پاکو اوبو ته په لاس رسي کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د میشتیدنې پروګرام (UN Habitat) ویلي و چې په ټول افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لازم لاسرسی نه لري او په وینا یې دې برخه کې لویې پانګونې ته اړتیا ده.