د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده نن شنبې د کندهار په عیدګاه جوکات کې د اختر له لمانځه وروسته په وینا کې په افغانستان روان اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل، "شتمن افغانان دې د بې وزلو لاسنیوی وکړي".
د هغه په ټکو، نړیوال د افغانانو ضرورتونه پوره کولی نشي او اړتیا ده چې سوداګر او شتمن د بې وزلو کسانو لاس ونیسي.
د ملګرو ملتونو او یو شمیر نورو نړیوالو ادارو د شمیرو د افغانستان له نیمي نفوس څخه ډير افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړمن دي.
هبت الله وړاندې په خپله وینا کې د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د سوالګرو او په مخدره توکو د اخته کسانو پر راټولو تاکید وکړ.
هبت الله اخندزاده له بزګر هم وغوښتل چې نشه توکې او د کوکنارو له کښته دې ځان وساتي.
اخندزاده د طالب چارواکو په ګډون له ټولو عامو افغانانو وغوښتل چې د دوی "مجاهدینو" لارښونې عملي کړي.
د طالبانو د حکومت د امری بالعمروف په نوم یو شمیر کارکوونکي عام افغانان په ځانګړې توګه ښځې په عامه ځایونو کې دروي او د اسلامي شرعي احکامو د عملي سپارښتنې ورته کوي.
د طالبانو لوی مشر چې د اخترونو په ګډون په ځانګړو ورځو کې يې یوازې ویناوې خپریږي، نه يې تراوسه چا کوم انځور لیدلی او نه ډیر د خلکو په منځ کې راښکاره کیږي.