پاکستاني پولیسو افغان خبریال نصیر بهروز نیولی دی

افغان خبریال نصیر بهروز، ټولنیزې رسنۍ

د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمیټې ویلي چې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې افغان خبریال نصیر بهروز نیولی دی.

په پاکستان کې میشتې د کډوالو د ملاتړ دغې کمیټې نن پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې بهروز له پاکستانه د اخراج له خطر سره مخامخ دی.

معلومه نه ده چې پاکستاني پولیسو دغه خبریال ولې نیولی، خو تر دې وړاندې پاکستان کې له افغان کډوالو او هغو کسانو سره چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت ديره دي، ورته ناقانونه چلند شوی دی.

د طالبانو د حکومت له بیا واکمنۍ وروسته سلګونه افغان خبریالان دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت په پاکستان کې دیره شوي دي.