د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر کړی چې له راتلونکې اونۍ څخه به د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو وګړي امریکا ته د داخلیدو اجازه ونه لري.
هغه پرون چهارشنبې د یو فرمان په لاسلیک کولو سره امریکا ته د دغو هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګوه.
ټرمپ په خپله لومړي دوره کې هم ورته فرمان صادر کړی و.
ټرمپ په دې فرمان کې ویلي، "ما د امریکا د ملي امنیت، ګټو او د خلکو د ساتنې لپاره دا اقدام کړی دی".
له افغانستان سربیره، د ایران، برما، چاد، کانګو، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې امریکا ته يې د وګړو په سفر بندیز لګول شوی دی.
تمه ده دا بندیز د جون په نهه د امریکا په وخت دولس بجې عملي شي.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړی دوره کې ورته یو فرمان صادر کړی و چې له مخې يې تر ډیره د مسلمانو هېوادونو له هغې ډلې د عراق، سوریې، ایران، سوډان، لیبیا، سومالیا او یمني اتباع په سفر بندیز لګول شوی وو.