اسراییلو ۱۰۷ لاریو ته اجازه ورکړه چې غزې ته ورسېږي

د غزې لپاره په خوراکي موادو بار لارۍ د اسراییلو په کریم شالون بندر کې ولاړې دي (آرشیف)

اسراییلي چارواکي وايي په بشري مرستو بار ۱۰۷ لارۍ پرون غزې ته ورسېدې.

د فلسطین په چارو کې د اسراییل د حکومت ځانګړې ادارې پرون خبر ورکړ چې په دې مرستو کې اوړه او نور غذایي مواد شامل دي. دې ادارې په یوه بیان کې دا هم ویلي دي چې د اسراییل دفاعي ځواکونه به د غزې په تړانګه کې خلکو ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړي خو په عین حال کې به تر وسې وسې هڅه وکړي چې دا مرستې د حماس تروریستي ډلې ته ونه رسېږي.

په تېرو دریو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ جګړه ځپلې غزې ته بشري مرستې ورسېدې. اسراییلو د مارچ میاشتې له پیله دې تړانګې ته د بشري مرستو پر رسولو بندیز ولګاوه او تور یې ولګاوه چې حماس ډله دا بشري مرستې پلوري څو وسلې وپېري او خپلو جنګیالیو ته پیسې ورکړي.

د ملګروملتونو مرستندویو موسسو خبرداری ورکړ چې که پر بشري مرستو دا محدودیت دوام وکړي نو ښايي غزه له قحطۍ سره مخامخ شي.