د ایران په اصفهان ښار کې مېشت یو افغان کډوال چې خپل او د وروڼو د پاسپورتونو د تمدید لپاره تهران کې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان سفارت ته ورغلی او له ورپېښو شویو ستونزو شکایت کوي، ازادي راډیو ته وویل:
"له اصفهانه تر تهرانه مو ۸۰۰ کلیومټره مزل وکړ او ۴میلیونه تومانه لګښت چې افغان سفارت ته راغلو، اته ساعته دلته په پښو ولاړ وو اخر مو هم کار ونه شو."
ده د نوم نه ویلو په شرط ازادي راډیوسره خبرو کې زیاته کړه:
"دلته یو حال دی چې ټول افغانان ښځې، ځوانان، سپین ږیري در په دره د خپلو هویتي اسنادو تذکرو، نکاح خط او پاسپورتونو جوړولو په لټه کې دي، خو دوی خلکو ته اعلان کوي چې مه راځئ سفارت بند دی، چې ورته راغلو سفارت بند نه دی، یو بې تجربې کم عمره کس یې کېنولی چې د چا کارونه په سمه توګه نه شي کولای، دا سفارت نه تجارت خانه ده د خلکو پیسې اخلي او خلک سرګردانوي."
يه ایران کې میشت ډیری هغه افغانان هم د اسنادو د نه لرلو له ستونزې سره مخامخ دي، چې لویدیځو هیوادونو ته د تګ کیسونه لري.
د ښځو د حقونو فعالې او پلازمینه تهران کې مېشتې افغانې مونسې عمرزاده ازادي راډیو ته وویل چې مقصد هیواد ته د تګ لپاره یې د ماشومانو د زېږېدنې کارتونو ته اړتیا ده:
“هغه ماشومان چې روغتونونو کې زېږي ورته د پیدایښت کارتونه نه ورکوي ځکه چې د استوګنې اسناد نه لرو، باید سفارت یا قونسلګرۍ ته مراجعه وکړو، خو فعلا سفارت هم دا اسناد بند کړي هم سفارت کې هم په مشهد کې قونسلګرۍ کې پاسپورت، تذکرې، د زېږون کارتونه، نو موږ چې ماشومان مو دلته زېږي ډېرو ستونزو سره مخ یو."
دا شکایتونه یوازې په تهران کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې له سفارته، نه دي، بلکې په مشهد کې یې له قونسلګرۍ هم ورته شکایتونه موجود دي.
په دې ښار کې یو مېشت افغان کډوال چې وايي پخوانی پوځي افسر دی او د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
"مشهد کې هم ورته ستونزه ده، د سفارت او قونسلګرۍ مامورین قناعت ورکونکی دلیل هم نه وایي، خو فوق العاده ډیرې ستونزې یې رامنځته کړي دي، هغو کسانو ته ډېره ستونزه ده چې له دې ځای بهر ځي ځکه دوی ان دا چانس له لاسه ورکوي، کېدای شي چې له تللو پاتې شي، مشهد کې له یوې اونۍ تقریبا ډېر وخت وشو چې همدا ستونزه ده."
هڅه مو وکړه چې په تهران کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان سفارات او مشهد کې یې د قونسلګرۍ د خدمتونو د ځنډېدو او راپور کې د مرکه شویو افغانانو د ادعاوو او شکایتونو په اړه د طالبانو حکومت اړوند مسوولین وپوښتو، خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر حافظ ضیاء احمد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو په تهران کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ (د جوزا په ۳مه) په خپله ایکس پاڼه په یوې خبرتیا کې ویلي، چې تر نامعلومې نېټې به په تهران کې د افغانانو لپاره قونسلي خدمتونه په موقته توګه ځنډېدلي وي.
دې سفارت زیاته کړې چې جوزا له دریمې د پاسپورټونو د تمدید، د پاسپورتونو د صدور او دغه شان د واده، طلاق، د ماشوم د زېږېدو، وثیقو او د جرمي عدم مسوولیت په حقوقي برخو کې ټول قونسلي خدمات تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.
تهران کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د سفارت او مشهد کې یې د قونلسګرۍ دا اقدام داسې مهال دی چې په دغه هیواد کې میشت افغانان وایي د پاسپورتونو د نه تمدید او بېلابېلو نورو هویتي اسنادو د ځنډېدو له امله ان له ایرانه د ایستلو له ګواښ سره هم مخ دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د راپور له مخې د روان میلادي کال له پیله د مې تر ۱۳مې پورې، ټول پنځه لکه۷،۳۰۰ افغان کډوال له ایرانه بیرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې دوه لکه ۹۳،۶۰۰ تنه یې شړل شوي دي.