روسیې نن سهار یوځل بیا د اوکراین پر پلازمېنه کییف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید وکړ.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر ټولنیزو شبکو د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې تېره شپه بیا ډېره سخته وه.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر خپله ټلګرام پاڼه په ښار کې د چاودنو خبر ورکړ او ویې لیکل چې د هوايي مدافعې ځواک دفاعي اقدامات وکړل.
د کییف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو او پولیسو د ښار په ۶ ناحیو کې د زیانونو خبر ورکړی او وايي، ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.
پرون سهار د اوکراین پر اودیسې ښار د روسیې د توغندويي برید په نتیجه کې دوه کسان مړه او څو نور کسان ټپیان شول.
د روسیې پوځ هم ویلي دي چې اوکراین د تېرې سه شنبې په ورځ د ۷۸۸ بې پیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې پر خاوره برید وکړ. د پوځ په بیان کې راغلي دي چې د دې ډرونونو له ډلې ۷۷۶ یې شنډ شوي دي.