د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د خپلو پولي واحدونو په وسیله سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه چین او روسیې سره په خبرو بوخت دی.
د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په هغه مرکه چې رویټریز خبري اژانس سره یې کړې ده او د مې په ۲۳ نېټه خپره شوې ویلي، په دې برخه کې روسیې سره خبرو کې پرمختګ شوی تر څو د دواړو هیوادونو بانکونه چې تحریمونو سره مخ دي وکولای شي چې د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې په خپلو پولي واحدونو ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سیمې او نړۍ اقتصادي لید، تحریمونو او هغه ننګونو ته په کتو چې افغانستان او روسیه ورسره مخ دي، تخنیکي او تخصصي خبرې دوام لري.
د رویټرز د راپور په دوام کې د نوروالدین عزیزي په حواله راغلي چې افغانستان ورته وړاندیز چین ته هم کړی او په خبره یې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د چین سفارت یو ګډ کاري ټیم په دې اړه په خبرو بوخت دي.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي چې روسیې سره په کلني ډول سوداګريزه راکړه ورکړه شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، او له چین سره دا کچه شا او خوا یو میلیارد ډالرو ده.
نوموړي هیله ښودلې، چې دا طرحه به د هېواد او خلکو په ګټه تمامه شي.
د یادونې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې مرکزي بانک د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د اقتصادي چارو یو شمیر شنونکي، اوسنيو شرایطو ته په پام، د دې ډول پرېکړو عملي کول ستونزمن ګني، خو د دوی په خبره که عملي شي، د افغانستان په اقتصاد به یې اغیز مثبت وي.
له دې ډلې اظهارالحق فضلي ازادي راډیو ته وویل:
"که اوسنیو شرایطو ته وګورو، د دې اقدام عملي کول ګران کار دی، ځکه مخکې له دې هم روسیې او چین دا هڅې کړې وې، او که د ډالر پر وړاندې وګورو، دا هېوادونه چمتو نه دي چې د ډالرو سره مقابله وکړي او خپل اسعار د نړیوالو راکړو ورکړو لپاره وکاروي، ځکه دا درې واړه هېوادونه د لوېدیځو هیوادونو د تحریمونو او فشارونو لاندې دي، نو اړینه ده چې بدیلې مالي لارې ولټول شي.”
بل اقتصادي پوه او مخکې د پوهنتون استاد بشیر دودیال هم ازادي راډیو ته وویل:
“که زموږ پولی واحد د ملي تولید او صادراتو له مخې، او زموږ توکي په نړیوال بازار کې د صادراتو له نظره قوي پشتوانه ولري، او که موږ له بانکي ستونزو سره مخ ونه اوسو، دا ډېر ښه اقدام دی، چې زموږ اسعار په څو هېوادونو کې دوران پیدا کړي او ورو ورو نړیوالې سوداګرۍ کې اعتبار ترلاسه کړي. خو دا هغه وخت ممکنه ده، چې د کامیابۍ لارې یې وسنجول شي.”
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو مرستو کمښت افغانستان ته د امریکايي ډالرو د راتګ کچه راټیټه کړې ده.
خو له دې سره سره، نورالدین عزیزی رویټرز ته ویلي، چې د اسعارو ثبات او د نړیوالو پانګوالو د راجلبولو په برخه کې د دوی د حکومت هڅې کولای شي په افغانستان کې د ډالرو د کمښت مخنیوی وکړي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تل هڅه کړې، چې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو په پراخولو، خپل سیاسي او دیپلوماتیک تعامل پیاوړی کړي.
خو تر اوسه هېڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دي پېژندلي.
که څه هم ځینو هېوادونو لکه قزاقستان، روسیې او چین د طالبانو ډیپلوماټان منلي او خپل استازي یې هم افغانستان ته استولي، خو دا د رسمیت پېژندلو په معنی نه ګڼي.
نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي، چې له ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، او د بشر حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، رعایت کړي.
طالبان که څه هم ادعا کوي، چې له ترهګریزو ډلو سره اړیکې نه لري، حکومت یې ټولګډونه دی، او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو، حقونه خوندي کوي، خو دا ادعاوې ډیری افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه دي.