د کړکېچ نړیواله ډله: اروپايي ټولنه دې پر پاکستان فشار راوړي چې د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي

د کړکېچ نړیوالې ډلې (ای سي جي) له اروپايي ټولنې غوښتي، له پاکستانه دا وغواړي چې خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي او د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.

دغه سازمان په یوه تازه راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ (د مې په ۲۲مه) یې په خپله ویب‌پاڼه خپور کړی، له اروپايي ټولنې غوښتي چې له پاکستانه وغواړي د ټولو افغان کډوالو د قانوني وضعیت له پام ته نیولو پرته د جبري ایستلو مخه ونیسي.

په راپور کې راغلي، اروپايي ټولنه دې له پاکستانه وغواړي چې د نړیوالو بشرپالو قوانینو له مخې، د جبري ډول بېرته نه ستنولو د اصل په ګډون، خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي. دا هغه اصل دی چې د دې سازمان په وینا، هغه کسان چې د ملاتړ وړ وي باید ترې برخمن شي او په زور داسې ځای ته و نه استول شي چېرې چې له ګواښونو یا ځورونو سره مخ کېږي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې ټینګار کړی، اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه دې ډاډ ترلاسه کړي چې د اسلام‌اباد لخوا د ایستلو شدت د کمولو په هڅو کې د زیانمنو افغانانو حقونه ـ په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، د بشري حقونو ملاتړو، ژورنالیستانو، او هغو افغان کډوالو چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه پروسس شوي خو لا هم نه دي انتقال شوي ـ خوندي شي.

راپور کې راغلي چې د پاکستان حکومت باید د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) سره د دغو کسانو په مشخصولو کې همکاري وکړي او هغوی ته د (پي او ار) په نوم د کډوالو پېژندنې کارتونه ورکړي.

راپور کې له پاکستانه دا هم غوښتل شوي چې د (پي او ار) کارت لرونکو د استوګنې موده دې یو کال نور هم وغځوي.

یو شمېر هغه افغان کډوال چې د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو له امله له افغانستانه وتلي او اوس په پاکستان کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي، د کړکېچ نړیوالې ډلې د دې غوښتنې هرکلی کوي او وايي چې هره شېبه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د دغو افغانانو له ډلې، د پاکستان په اسلام‌اباد کې یو مېشت کډوال، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، مېرمن او ماشومان یې له دې امله افغانستان ته استول شوي چې ویزې یې نه درلودې، او دی اوس هلته په سختو شرایطو کې اوسېږي:

"موږ د کډوالو نه ایستلو غوښتنه هرکلی کوو، زه یو له زیانمنو کسانو یم چې دلته په ډېرو سختو شرایطو کې اوسېږم. زما مېرمن او ماشومان د ویزې نه لرلو له امله له پاکستانه ډیپورت شول. نور د ویزې د اخیستو توان نه لرم. له کډوال منونکو هېوادونو غواړم چې هغه کډوال چې پاکستان کې له ستونزو سره مخ دي، ولېږدوي، څو ژر تر ژره له دې ستونزو خلاص شي."

د بشري حقونو فعاله او خبریاله یاسمین نبي‌زاده، چې د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلې او اوس په پاکستان کې ژوند کوي، هم ورته ستونزه لري:

"په پاکستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، ځکه دلته افغانانو ته کار نشته. د ویزو تمدید هم هره میاشت ډېر لګښت غواړي. زما کورنۍ کې شپږ کسان دي، او هره میاشت د ویزو د تمدید وس نه لرم. که له دې سره ډیپورت شو، ټول پوهېږي چې له کومو ترخو شرایطو سره به مخ شو."

د کړکېچ نړیوالې ډلې (ای سي جي) همدارنګه په خپل راپور کې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې هم باید له خطر سره مخ کډوالو د ساتنې په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي، او د هغوی د ځای پر ځای کولو او بیا مېشتېدو بهیر چټک کړي.

دغه سازمان په داسې حال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي غوښتنه کوي، چې پاکستان د نړیوالو سازمانونو له پرله‌پسې غوښتنو سربېره، لا هم د افغان کډوالو نیولو او جبري ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د روان کال د ثور په ۲۷مه په یوه راپور کې ویلي وو چې د مې میاشتې په دویمه اوونۍ کې تر څلورو زرو ډېر افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي.

د (یو این ایچ سي ار) په راپور کې راغلي وو، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې د مې تر ۱۳مې پورې، ۱۸۶ زره او ۲۰۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۵ زره یې په جبري ډول ایستل شوي دي.