ولسمشر ټرمپ له نتانیاهو سره د ایران په اتومي پروګرام د احتمالي موافقې په اړه خبرې وکړې

د سپینې ماڼۍ ویانده وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د ایران د احتمالي اتومي توافق او همداراز په واشنګټن کې د اسراییلي سفارت پر دوو کارکوونکو د ډزو په اړه خبرې کړې دي.

کارولین لیوېټ د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) وویل چې دواړو مشرانو "رغنده بحث" کړی، او زیاته یې کړه: «ولسمشر ټرمپ باور لري چې له ایران سره خبرې پر سمه لار روانې دي.»

هغې وویل: ولسمشر باور لري چې «له ایران سره توافق کولی شي دوه لارې ولري: یوه ډېره مثبته دیپلوماتیکه حل‌لاره، او بله، د ایران لپاره یو ډېر منفي حالت.»

په وروستیو ورځو کې نړیوالو رسنیو بېلابېل راپورونه خپاره کړي، چې ښيي ښايي خبرې ناکامې شي او اسراییل د ایران پر اتومي تاسیساتو برید وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوري نظام مشر، علي خامنه‌یي، هم د ثور په ۳۰مه نېټه ویلي و چې «ګومان نه کوي» له امریکا سره د تهران د اتومي موضوع خبرې کومه نتیجه ولري او زیاته کړې یې وه چې «نه پوهېږي څه به وشي.»

ایران او امریکا تر دې دمه د عمان په منځګړیتوب څلور پړاوه خبرې کړي، او ټاکل شوې ده چې پنځمه دوره نن (جمعه) د غبرګولي دوهمه، د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.

رویټرز خبري آژانس د یوې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی، سټیو ویتکاف، به د دې پړاو خبرو لپاره روم ته سفر وکړي. همداراز به، مایکل انټون، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی مقام دی، له هغه سره مل وي.

د سرچینې په وینا، «تمه کېږي چې دا خبرې به هم، لکه د تېر په څېر، هم مستقیمې او هم غیر مستقیمې وي.»

په همدې حال کې، د اسراییل د دوو چارواکو له قوله، اکسیوس وېب‌پاڼې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د اسراییل د ستراتیژیکو چارو وزیر، ران دِرمر، او د اسراییلي استخباراتي ادارې (موساد) مشر، دیوید بارنع، به د ایران د اتومي خبرو په څنډه کې له ویتکاف سره وویني.

د امریکایي او ایراني چارواکو د وروستیو ورځو د څرګندونو له مخې، داسې ښکاري چې په ایران کې د یورانیمو غني‌کولو موضوع د خبرو یو مهم خنډ دی.

امریکا له ایران څخه غواړي چې یو سوله‌ییز اتومي پروګرام ولري، خو د یورانیمو د غني‌کولو اجازه به نه لري، تهران بیا د یورانیمو پر غني‌کولو ټینګار کړی او هغه یې خپله «سره کرښه» بللې ده.