یو له دوی څخه د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اوسېدونکی او بڼوال هدایتالله سادات دی. نوموړی وايي: "د کلونو کلونو باغونه مو چې د کرنې د پخواني وزیر ډاکټر عبدالوکیل په وخت کې ایښي وو، د وچکالۍ له امله وچ شول." نوموړی ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاتوي چې د مڼو باغونه یې د کاریزونو د وچېدو له امله وچ شوي دي:
"دلته زموږ باغونه چې دي، کوم باغونه مو چې د کاریزونو اوبو ته ایښي، تقریباً پاک وچ شوي، هېڅ باغ پاتې نه دی، پاتې ځکه چې د کاریزونو اوبه وچې شوې، نو باغوانانو ډېر ضرر وکړ دلته، تاوانونه یې وکړل، د کلونو کلونو تکلیفونه یې خاورو سره یو شول."
دا یوازې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالي نه ده چې وچکالۍ پکې د خلکو باغونه وچ کړي، بلکې د دې ولایت د اوسېدونکو په خبره، ډېریو ولسوالیو کې دا حال دی.
د چک ولسوالۍ یو اوسېدونکی او بڼوال عبدالحمید فیضاني خپل د مڼو د باغ کیسه کوي:
"خپله موږ پروسږکال څلوېښتو پورې ونې درلودې، هغه مو د اوبو د کمښت له امله ویستې، دې ته ورته نورو خلکو هم، چې د وچکالۍ له امله یې باغونه وچ شوي وو، خپلې ونې یې ویستې، او کومې یې چې پاتې وې، هغه یې هغو کروندو ته یوړې چې د سولري برېښنا په وسیله ورته اوبه خیژوي."
د چک ولسوالۍ بل اوسېدونکی او بڼوال بلال همدرد وايي، تېر کال کافي ورښتونه ونه شول، نو ځکه خلک سږ له وچکالۍ کړېږي:
"۱۴۰۳ کال کې ژمی واوره ونه کړه او د ورښت کچه ډېره ټیټه وه، نو افغانستان کې وچکالي ده، خصوصاً وردګو ولایت له شدیدې وچکالۍ سره مخ دی. خلک د خپلو باغونو لپاره د ځمکې لاندې اوبو نه استفاده کوي. دوی د سولرو په وسیله دا اوبه راباسي، چې متاسفانه په دې سره د اوبو کچه نوره هم ټیټېږي."
دا باغ لرونکي د طالبانو له حکومت او د کرنې په برخه کې له ملاتړو نړیوالو بنسټونو غواړي چې دوی ته په غرونو کې چکډېمونه جوړ کړي. دغهشان، تغذیوي بندونه جوړ شي چې د ژورو څاهګانو اوبه تغذیه شي.
دوی د واورو او بارانونو د اوبو په مدیریت هم ټینګار کوي، وايي که دا هر څه ونشي، نو لرې نه ده چې ژورې څاګانې هم وچې شي، د دوی پاتې بڼونه هم د وچکالۍ له امله ویجاړ، او ان خلک د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ شي.
د باغ لرونکو د دې ستونزو په اړه مو د میدان وردګو ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د کرنې رییس نیاز محمد عابد وپوښت، نوموړي ستونزه تایید کړه او په لنډ ډول یې ازادي راډیو ته وویل چې دوی دې برخه کې هڅه کوي.
دا چې سږ کال به د میدان وردګو ولایت د میوو د بڼونو، په ځانګړي ډول مڼو، حاصلات څنګه وي، اټکل یې لا نشي کېدای، خو تېر کال د دغه ولایت د کرنې رییس رسنیو ته ویلي وو چې په میدان وردګو کې د مڼو حاصلات ۱۵۰ زره مټریکه ټنه وو.
میدان وردګو ولایت د بېلابېلو میوو، په ځانګړي ډول د مڼو د حاصلاتو په برخه کې، یو د پام وړ ولایت دی او نه یوازې دا چې په هېواد کې دننه پراخ مصرف لري، بلکې بهر ته د افغانستان د تازه میوو د صادراتو مهمه برخه هم جوړوي.
د یادونې ده، د میدان وردګو ولایت بڼوال داسې مهال د وچکالۍ له امله د خپلو باغونو د وچېدو خبره کوي، چې نېږدې لس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو، افغانستان سږ کال هم له اوسط نه ټیټې کچې ورښتونو سره مخ دی.