د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) وايي چې د بودجې د کموالي له امله به، شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانان — چې زیاتره یې ښځې او نجونې دي — په افغانستان کې له ضروري روغتیايي خدماتو بېبرخې شي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن پنجشنبه (د غبرګولي لومړۍ، د مې ۲۲مه) پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې په لرو پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او ګرځنده کلینیکونه اړ دي چې خپلې دروازې وتړي.
تر دې وړاندې، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هم خبرداری ورکړی و چې د بودجې د کمښت له امله، د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه تر جون میاشتې د بندېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
دغه سازمان ویلي و چې د روان کال د مارچ تر ۴مې نېټې پورې، ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله بند شوي دي.