په واشنګټن کې د اسراييل سفارت دوه کارکوونکي په ډزو ووژل شول

د راپورونو له مخې، د اسرائیل سفارت دوه کارکوونکي د چهارشنبې په شپه د واشنګټن ښار کې د یهودیانو موزیم ته نږدې په ډزو وژل شوي دي. پولیس وايي، یو شکمن کس نیول شوی دی.

پېښه د شپې له نهو بجو لږ وروسته هغه مهال رامنځته شوه، چې قربانیان دغلته له رسمي مراسمو راوتلي وو. د واشنګټن د پولیسو مشرې پاملا سمیت تایید کړه چې بریدګر پر یوه څلور کسیزه ډله ډزې وکړې، چې له امله یې یو نارینه او یوه ښځه ووژل شول.

د اسراييل سفارت ویاند ویلي، دواړه وژل شوي کسان یې کارکوونکي وو، او «له نږدې واټن» څخه پرې ډزې شوې دي. پولیسو شکمن کس نیولی او د لومړنیو معلوماتو له مخې، نوم یې الیاس رودریګز، عمر یې ۳۰ کاله او د شیکاګو اوسېدونکی دی.

چارواکو زیاته کړې، شکمن کس له برید وړاندې د موزیم شا و خوا لیدل شوی و، او د نیول کېدو پر مهال یې «فلسطین دې ازاد شي» شعار ورکاوه.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) او د واشنګټن پولیسو د پېښې په اړه ګډې پلټنې پیل کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید د «یهود ضدۍ» پر بنسټ بللی او له حکومت یې غوښتي چې دا ډول تاوتریخوالی ژر تر ژره ودروي. نوموړي په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: «دغه وژنې، چې ښکاره یهود ضد انګېزه لري، باید سمدستي پای ته ورسېږي. کرکه او افراطیت په امریکا کې ځای نه لري.»