د کډوالو لویه کمیشنري: افغانستان د لکونو کډوالو منلو ته تیار نه دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا هېواد د راستنو شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.

په داسې حال کې چې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پروسه په چټکۍ سره روانه ده ، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) ویلي، افغانستان د بېرته ستنیدونکي کډوالو منلو ته چمتو نه دی.

په هغه راپور کې چې د سه شنبې په ورځ، د مۍ ۲۰مه، د ملګرو ملتونو د ریلیف په ویب پاڼه خپور شوی یو این ایچ سي ار د نړیوالو مرستو اندېښمنونکي کمښت ته په پام په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابیدو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې سږکال د زیانګالو خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ۲۱۶ ملیون ډالرو ته اړتیا ده، تر اوسه پورې د دې بودیجې یوازې ۲۵ سلنه چمتو شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې، له ۳ میلیون څخه ډیر افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو څخه راستانه شوي دي؛ خو، د بودجې د سخت کمښت له امله، افغانانو سره د مرستې لپاره د دې ادارې ظرفیت مخ په کمیدو دی.

یو این ایچ سي ار ویلي بودجوي محدودیتونو ملګري ملتونه اړ کړي چې په سرحدونو کې د راستنیدونکو لپاره نغدي مرسته اووه چنده کمه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له نړیوالې ټولنې د افغانستان د دوامداره "سیاسي او مالي" ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه چټکه کړې ده.

له دغو هېوادونو څخه ستانه شوي یو شمېر کډوال وايي له سختو ستونزو سره مخ دي او د بیړنیو بشري مرستې غوښتنه کوي.

له پاکستانه ستون شوی یو کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل: " وضعیت مو ډېر خراب دی، څه مو چې لرل هغه مو وخوړل، دلته کار روزګار نشته، تر دې چې زه کله له یو دوکاندار او کله له بل دوکاندار په قرض سودا اخلم، دا د دولت مسولیت دی چې له نویو راستنو شویو سره مرستې وکړي، موږ سره په تورخم کې چا د یوې روپۍ مرسته هم ونه کړه. "

له ایرانه یو ډیپورت شوی افغان چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي په کور دننه د خپلو ستونزو په اړه وویل:

"هلته مو ډېرې سختې ولیدې، بیا یې افغانستان ته ډیپورټ کړو، دلته ټول افغانان له بې وزلۍ او بېکارۍ کړیږي، هیچاته د کار زمنه نه ده برابره، موږ هیله لرو چې زموږ ستونزې ژر تر ژره حل شي."

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړې ده؛ د یو این ایچ سي ار د راپور له مخې، له هغه وخت راهیسې له یو ملیون څخه ډیر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان د روان کال د اپریل له لومړۍ نېټې له دې هیواده د افغان تابیعت یا (اې سي سي) کارت لرونکو کډوالو د ایستلو اعلان وکړو او دا بهیر یې تیز کړ چې د یو این ایچ سي ار د معلوماتو له مخې د اپریل له لومړۍ د مۍ تر ۱۳ مې ۱۸۶ زره څخه ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه شان، ایران هم په تیرو دوو کلونو کې په سلګونو زره بې اسناده افغانان نیولي او بیرته یې افغانستان ته راستولي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې، د روان کال له پیل څخه د می تر ۱۳مې پورې، په ټولیز ډول له ۵۰۷۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته په ډېر شمیر سره ا افغانان له خپله هیواده ووتل او ډیری یې ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران ته کډوال شول.

دغه کډوالو په وار وار ویلي په کور دننه د نجونو په زده کړو بندیز او پراخه اقتصادي ستونزو کډوالۍ ته اړ کړي دي، خو اوس د نورو ستونزو ترڅنګ دوی د شړل کېدو له ګواښ او نامعلوم راتلونکې سره هم مخ دي.