د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون په تهران کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل.
د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې عراقچي او متقي د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو، په ایران کې د دېره افغان کډوالو د وضعیت، سوداګرۍ، ترانزیت او د اوبو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
په بیان کې د ښاغلي متقي له قوله راغلي دي چې نوموړی وايي، خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په تدریجي ډول او د افغانستان شرایطو ته په پام سره وي. په بیان کې دا هم راغلي دي چې ښاغلي عراقچي ژمنه کړې ده چې په ایران کې د دېره افغان کډوالو لپاره به نورې اسانتیاوې برابرې شي.
له دې مخکې د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت ویلي و، چې متقي د ایران په رسمي بلنه د تهران د خبرو په فورم کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته تللی دی.