د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR د افغانستان په جنوب کې د اړو کورنیو لپاره د زرو کورونو د جوړولو خبر ورکوي.
په افغانستان کې د UNHCR د څانګې مشر عرفات جمال په یو ویډیويي پیغام کې چې پرون د دې ادارې پر ایکس پاڼه خپور شو وايي دا کورونه هغو خلکو ته جوړ شوي دي چې په طبیعي پېښو کې زیانمن شوي دي.
ښاغلی جمال وايي چې دا د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پیل دی او ډاډ ورکوي چې UNHCR به په راتلونکي کې نور ورته کورونه هم جوړ کړي.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ هغه سیمه په دقیق ډول نه دي ښودلې چې دا کورونه پکې جوړ شوي، خو د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې د پکتیکا ولایت په ګیانې او برمل ولسوالیو کې یوې درنې زلزلې شاوخوا زر کسان ووژل او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.