ولسمشر ټرمپ د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره د جګړې د بندولو په اړه خبرې کوي

د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډترمپ

ټاکل شوې چې ولسمشر ډونالډټرمپ سبا د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره ټلفوني خبرې وکړي او له دواړو مشرانو وغواړي چې روانه جګړه پای ته ورسوي.

ولسمشر ډونالډټرمپ پرون وویل چې د دوشنبې په ورځ به له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره ټلفوني خبرې وکړي او له هغه څخه به د روانې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړي.

ښاغلي ټرمپ پر ټروت ټولنیزې شبکې په یوه بیان کې ولیکل، د دې خبرو موضوع به د وینو د بهولو د هغه بهیر بندول وي چې په اوسط ډول په اونۍ کې پنځه زره روسي او اوکرایني سرتېري پکې وژل کېږي.

روسیه د اوکراین له هغو سیمو د اوکرایني ځواکونو وتل غواړي چې دعوه پرې لري.

ټرمپ وړاندې لیکلي چې وروسته به د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د ناټو د یوشمېر غړو هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې وکړي. ټرمپ هیله ښودلې چې د ده دا هڅې به نتیجه ورکړي او اوربند به ټینګ شي.

د امریکا ولسمشر تېره اونۍ د خلیج دریو هېوادونو سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته د سفر پرمهال وړاندیز وکړ چې که پوتین غواړي دی چمتو دی چې له هغه سره د خبرو لپاره ترکیې ته ولاړ شي خو پوتین چمتو نه شو او پرځای یې ترکیې ته خپل مرکچي پلاوی ولېږه.

د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د کییف او مسکو استازي مخامخ خبرې سره کوي.

یوه اوکرایني چارواکي چې د دې خبرو له جریانه خبر دی رویټرز خبري آژانس ته وویل، روسي مرکچیان ټینګار کوي چې له هرراز اوربند مخکې اوکرایني ځواکونه باید د اوکراین له ټولو هغو سیمو ووځي چې روسیې یې د مالکیت ادعا کړې ده.

کریملین د ترکیې په خبرو کې د روسیې د شرایطو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه. د رویټرز د راپور له مخې په دې خبرو کې چې یوازې یوساعت او څلویښت دقیقې یې دوام وکړ پردې موافقه وشوه چې دواړه لوري به زر-زر اسیران خوشې کوي؛ خو دا چې دا کار به کله کېږي، یوه لوري هم څه نه دي ویلي.

د روسیې پوځ د اوکراین پر شمال ختیځه سومي سیمه د برید پرمهال نهه کسان ووژل.

پرون په داسې حال کې چې په ترکیه کې خبرې روانې وې، اوکرایني چارواکو وویل چې په شمال ختیځه سومي سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي بس د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې لږترلږه نهه کسان ووژل شول.

ولسمشر زیلنیسکي دا د ملکي وګړو د وژنې لپاره یو عمدي عمل وباله او ویې ویل، د روسیې د دې ډول اقداماتو مخه باید ونیول شي. هغه پر مسکو د نورو بندیزونو غوښتنه وکړه.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین یو پوځي موټر ویشتلی دی.

بل خوا د روسیې د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف پرون له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره ټلفوني خبرې وکړې او د سولې په خبرو کې د امریکا د رغنده رول ستاینه یې وکړه.