افغانستان ته ستانه شوي کډوال له ستونزو سره مخ دي
Your browser doesn’t support HTML5
له پاکستانه هره ورځ په زرګونو افغان کډوال افغانستان ته روان دي. په دوی کې يې اکثره سرپناه نه لري او حیران دي چې روزګار به پيدا کړي او کنه. خو ملګرو ملتونو په تورخم او سپين بولدک کې ځيني روغتيايي مرکزونه جوړ کړي چې لومړني طبي مرستې رسوي. خو پر نجونو د تعليم بندیز راتلونکی تياره کوي ځکه چې که روغتياپالې کمې شي نو د ځای نيولو به یې څوک نه وي. په دې اړه د بشير ګواښ ويډيو راپور وګورئ.