د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.
جی شنکر د پنجشنبې په ورځ، د ثور په ۲۵مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له امیرخان متقي سره "ښې ټیلیفوني خبرې" درلودې.
هغه زیاته کړې چې د هند او افغانستان ترمنځ د بېباورۍ د رامنځته کولو لپاره د "ناسمو او بېاساسه راپورونو" له لارې د وروستیو هڅو په وړاندې د متقي "قاطع دریځ" ته یې هرکلی ویلی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر همداراز لیکلي، په دې ټیلیفوني مکالمه کې یې د افغان ولس سره د هند دودیزې دوستۍ او د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو پر دوامداره ملاتړ ټينګار کړی دی.
له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوې " د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، تجارت او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو " غږېدلي دي.
له دې وړاندې، د روان لمریز میاشت په جریان کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې عمومي رئیس او ځانګړي استازي، انند پرکاش، کابل ته په سفر کې له امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې یې کړې وې.
د هند د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره دغه ټیلیفوني خبرې څو ورځې وروسته له هغه ترسره شوې چې هند په پاکستان کې پر ځینو اهدافو بریدونه وکړل.