په جرمني کې د افغان کډوالو د سرپنا ستونزه دوام لري

عکس چې له ارشیف څخه اخیستل شوی، جرمني ته تازه رسیدلي د یوې کورنۍ افغان ماشومان په کې ښکاري

بې‌کوري په ډېری اروپايي هېوادونو کې افغان کډوالو ته یوه جدي ستونزه ده، خو په جرمني کې بیا ترې ډېر کړېږي.

د دغه هېواد د هامبورګ ښار استوګن، د پنځو ماشومانو پلار حامد عزیز وايي، خپله دوه کاله مخکې جرمني ته راغلی، خو کورنۍ یې تازه رارسېدلې چې اوس ورنه بېله په کمپ کې اوسيږي.

حامد وايي، په کور پسې سرګردانه دی خو نه یې شي موندلی:

"زه دوه کاله کېږي چې په هامبورګ کې له خپل یو افغان سره ګډ ژوند کوم، مخکې له دې چې کورنۍ مې جرمني ته راشي، شپږ اووه میاشتې د کور په لټه کې وم، خو تر اوسه مې کور نه دی پیدا کړی. اوس چې مې کورنۍ راغلې، هغوی په کمپ کې اوسیږي. هیله مو د جرمني له حکومت دا ده چې کډوالو سره په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي."

رویا بیا درې کاله کېږي چې جرمني ته راغلې، خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره برلین کې مېشتې شوې او په خبره یې، په هایم یا د کډوالو د استوګنې په لنډمهاله کور کې اوسیږي، خو ایا هوسا ده؟

رویا ازادي راډیو ته وویل:

"په برلین کې کوم کورونه چې په مناسبو قیمتونو دي، ډېر په مشکل پیدا کېږي. ځیني یې د پیسو په واسطه پیدا کوي خو ډېر لوړ کمیشن باندې، له شپږ زرو نیولې تر اتو زرو پورې. موږ درې کاله کېږي چې هایم کې یو، له نورو کورنیو سره ګډ پخلنځی لرو، ډېر شور وي، د ژوند شرایط د هرې ورځې په تېرېدو سختېږي."

د درې ماشومانو مور فروزان چې د دې هم جرمني ته د راتګ شااوخوا درې کاله کېږي او هایم کې د ژوند کولو تجربه لري، وايي، ماشوم‌دارو کورنیو ته ډېره سخته ده.

نوموړې وايي، ځکه خو اړ شوې چې د کروناخ په نوم د بایرن ایالت د کوچني ښار په یو کلي کې یې واړوي:

"په ګډو کورونو کې رواني او روحي خوندیتوب نه لري. د کور نارینه یا کورس ته ځي یا بهر ځي. ښځه چې پخلنځي ته ځي، نه شي کولای چې خپل ماشومان ځان سره ښکته منزل ته بوځي او راولي، ځکه هم خطرناک دي او هم ناممکنه ده."

په کولن ښار کې مېشت مطیع الله روفي چې په دغه هېواد کې د لسیزو ژوند تجربه لري هم تاییدوي چې د کور ستونزه په جرمني کې یوه جدي ستونزه ده، خو نوموړی وايي د جرمني حکومت په دې برخه کې ځیني اقدامات کړي دي:

"د اوکراین کډوال، د سوریې کډوال، د افغانستان کډوال – ډېر کډوال راغلي دي، خصوصاً کم عمره کسان (زیر سن) چې هغوی ته غواړي جلا جلا کوټې او ځایونه ورکړي. نو د کورونو ستونزه ډېره لویه ستونزه ده، او اوس د جرمني دولت هم په دې غور کوي، غواړي چې ځیني ښارګوټي جوړ کړي، څومره چې زه خبر یم."

خو د جرمني حکومت تازه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د جرمني «ولت ام زونټاک» ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و چې دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پاکستان کې ۳۵ زره او ۵۰۰ له ګواښونو سره مخ افغان کډوال په جرمني کې مېشت کړي دي.

خو لا هم په شرایطو برابر ۲۶۰۰ کسان په پاکستان کې دغه هېواد ته د انتقال په تمه دي او د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا افغانان به په ۱۶ نورو الوتنو کې جرمني ته راولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل په ۲۳مه او ۲۹مه له پاکستانه جرمني ته د افغانانو د انتقال د دوو پروازونو د لغوه کېدو خبر ورکړی، چې تر اوسه نه دي شوي.

په تر ټولو وروستۍ الوتنه کې، ۱۳۸ افغان کډوال د اپرېل پر ۱۶مه له اسلام‌اباده د جرمني لایپزیخ ښار ته انتقال شول.

له پاکستان پرته د افغانستان له یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو هم له خطر سره مخ افغانان په تېرو نېږدې څلورو کلونو کې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

د جرمني د احصایې فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر لږ تر لږه ۴۴۲ زرو ته رسېدلی دی.