د شطرنج نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د دې لوبې پر بندیز خواشیني څرګنده کړه

د شطرنج نړیوال فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا فدراسیون به له چارواکو سره رغوونکې خبرې وکړي او له نړیوالو ورزشي سازمانونو او نورو اړوندو لورو سره به افغانستان ته ددې لوبې د بیرته زر ستنولو لارې چارې وپلټي.

د طالبانو د ورزش ادارې د روانې اوونۍ په پیل کې په افغانستان کې د شطرنج لوبه منع اعلان کړه.

د شطرنج نړیوال فدراسیون ویلي چې شطرنج په افغانستان کې اوږده مخینه لري. د دې فدراسیون په خبره، په وروستیو کلونو کې شطرنج په دې هېواد کې ښه غوړېدلی و او زیات شمېر ځوانانو دې لوبې ته مخه کړې وه.

اعلامیه زیاتوي چې د شطرنج بندول به په افغانستان کې د دې لوبې ودې ته سخت زیان ورسوي او د افغان لوبغاړو هغه فرصتونه به له منځه یوسي چې له مخې یې دوی خپل استعدادونه ښودلی او د نړیوالو سیالیو په ډګر کې یې د خپل هېواد استازولي کوله.

د شطرنج نړیوال فدراسیون وايي چې شطرنج د نړۍ له تر ټولو ښکلو لوبو څخه یوه ده چې زیار، زغم او انصاف ته وده ورکوي، او له لوبغالي بهر هم د ټولنې د یووالي او د خلکو د یو ځای کولو لپاره یو پیاوړی وسیله ده.