ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل ناورین وباله

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډنالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل ناورین وباله.

نوموړي چې په قطر کې یې د العدید په پوځي اډه کې امریکايي پوځیانو ته وینا کوله، یو ځل بیا وویل که دا ولسمشر وی باګرام هوايي اډه به یې چې دده په وینا چین ته نژدې ده نه وه پریښې. نوموړی یو ځل بیا ادعا وکړه چې دا هوايي اډه دا مهال د چین په اشغال کې ده.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ چې په تېره دوره کې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک شو، تر دې مخکې هم د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه په اله ګوله د امریکايي سرتیرو په وتلو انتقاد کړی دی او هغه یې د امریکا لپاره شرمونکي بللي وو.

امریکايي سرتیري د 2021 م کال د اګست میاشت په پای کې هغه مهال چې جو بایډن د امریکا ولسمشر و له افغانستان څخه ووتل او ورسره طالبان په ټول افغانستان بیرته واکمن شول. د بایډن د ادارې د هغې هوکړې پر بنسټ له افغانستان څخه امریکايي سرتیرې وویستل چې د ډنالډ ټرمپ د تیرې ولسمشرۍ دورې پر مهال د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې شوې وه.