کینايي رسنۍ : د نایروبي یوې محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پریکړه کړې

کینايي رسنۍ وايي چې د نایروبي یوې محکمې د امریکا متحده ایالتونو ته د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر د سپارلو حکم تایید کړی دی.

د کینیا د څارنوالۍ دفتر د مې په ۱۳مه (سې شنبه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې محکمې امریکا ته ددې افغان د سپارلو حکم د څارنوالۍ د سلاکار ویکټر اوویتي په غوښتنه شوی.

اوویتي محکمې ته ویلي، هغه تورونه چې ظاهر قدیر پرې تورن دی چې په کې د نشه‌یي توکو قاچاق او د وسلو او چاودېدونکو توکو لرل شامل دي د کینیا د قانون له مخې هم جرم بلل کېږي، نو له همدې امله باید نوموړی امریکا ته وسپارل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مرستیال ظاهر قدیر د اپریل په ۱۴مه له قطره نایروبي ته تر رسېدو شپږ ورځې وروسته د کینیا پولیسو لخوا نیول شوی.

کینايي چارواکو وايي دوی د امریکا د نشه‌یي توکو د کنټرول فدرالي ادارې په غوښتنه د ښاغلي قدیر د نیولو اقدام کړی دی. د نیویارک یوې محکمې هم د نوموړې د نیولو او ور حاضرولو حکم کړی دی.

د ظاهر قدیر د کورنۍ یو شمېر غړو په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي هم د مرستې غوښتنه کړې وه څو په کنیا کې د ظاهر قدیر د نیول کیدو وروسته امریکا ته د سپارل کیدو د مخنیوي لپاره یې اقدامات وکړي چې متقي د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

د ظاهر قدیر کورنۍ او د کینیا محکمې ته په سپارل شویو اسنادو کې خپله ظاهر قدیر پر ده لګیدلې تورونه بې بنسټه بللي او دا هر څه یې دده د سیاسي دښمنانو له خوا توطیه بللې ده.

د ظاهر قدیر مدافع وکیل هم پر نوموړې لګیدلې تورونه بې بنسټه او د سیاسي انګیزو له کبله بللي دي.