ټرمپ د منځني ختیځ څلور ورځنی سفر له ریاضه پیل کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ څلور ورځنی سفر د سې شنبې په ورځ له سعودي عربستانه پیل کړ.

په دې سفر کې د عرب چارواکو سره د هغه د خبرو مهم موضوعات، اقتصادي همکارۍ، د ایران اتومي پروګرام، د غزې د جګړې د پای ته رسولو هڅې او د تېلو د بیو کنټرول ښودل شوي دي.

ریاض ته په رسېدو سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ټرمپ تود هرکلی وکړ او وروسته دواړو مشرانو د ریاض هوايي ډګر په یوه عالي تالار کې سره ولیدل، چېرته چې ټرمپ او ملګرو ته یې عربي دودیزه قهوه له دودیزو مراسمو سره وړاندې شوه.

د ټرمپ د رسېدو پر وخت د سعودي سلطنتي هوايي ځواک اېف-۱۵ الوتکو د درنښت په توګه د هغه د ایر فورس ون الوتکې بدرګه وکړه.

ټرمپ او محمد بن سلمان په ریاض کې د سلطنتي ماڼۍ د غرمې ډوډۍ ته هم ولاړل، چې د بلېک‌سټون ګروپ مشر سټیفن شوارزمان، د بلېک‌راک مشر لېري فېنک او د ټېسلا او سپېس‌ایکس/ پخواني ټویټر مشر ایلن ماسک په ګډون ګڼ شمېر سوداګر هم وربلل شوي وو.

د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالح وویل: "کله چې سعودي او امریکایان لاسونه یو کړي، ډېر ښه شیان پېښېږي، اکثره وخت تر ښه هم زیات ښه پېښېږي."

دا له هغې را وروسته، چې ټرمپ دویم ځل لپاره د امریکا ولسمشر ټاکل شوی، د هغه لومړنی بهرنی رسمي سفر دی.

اسوشېیټډ پریس خبري اژانس وايي، ټرمپ د سفر لپاره سعودي ځکه غوره کړه چې دغه هېواد په امریکا کې د لویو پانګوونو ژمنې کړې وې. سعودي عربستان د اوپېک پلس د یو مخکښ غړي په توګه، د تېلو تولید زیات کړی، چې ورسره به د انرژۍ بیې ټیټې شي، هغه څه چې ټرمپ د امریکایانو لپاره ګټور بللي او ګومان کوي چې دا به د روسیې او اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې هم مرسته وکړي.


ټرمپ به د خپل سفر په ترڅ کې له سعودي، قطر او اماراتو سره په مصنوعي ځیرکتیا، انرژۍ او د وسلو خرڅولو په اړه تړونونه اعلان کړي.

اسوشېیټډ پریس خبري اژانس وايي، سعودي عربستان له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو په اړه غواړي چې لومړی امریکا د فلسطین د دولت جوړولو لپاره ګامونه پورته کړي.

دې اژانس د اتلانتیک شورا د شنونکي ویلیم وېچلر له خولې ویلي، چې ټرمپ به په خپل لومړني سفر کې اسراییل ته نه ورتګ د دې نښه وي، چې اوس مهال د خلیج دولتونه د ټرمپ د ادارې لپاره له اسراییلو سره پرتله نږدې متحدین دي.