د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني ولایت کې د خوشال راډیو په نوم د یوې سیمه ایزې رسنۍ د مسوول مدیر، سلیمان راحل د نیول کېدو خبر ورکوي.
د خبریالانو دا مدافع ټولنه وايي چې راحل د غویي یا ثور په ۱۵مه په غزني ښار کې د استخباراتو د کارکوونکو له خوا ونیول شو خو علت یې معلوم نه دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني کې د طالبانو پر سیمه ایزو چارواکو غږ کړی چې ښاغلی راحل سمدستي او بې له قیدو شرطه خوشې کړي.
په تېره یوه اونۍ کې دا د خبریالانو د نیولو څلورمه پېښه ده. د تېرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې هم درې تنه خبریالان نصرت الله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور ونیول شول.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې اوس مهال ۱۳ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یا د طالبانو د حکومت په توقیف ځایونو کې دي او یا په حبس محکوم شوي.