د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.
دا خبر د نوموړي پر ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپور شوی او ویل شوي چې نوموړی به کابل ته د دې سفر په لړ کې له "افغان چارواکو سره مهمې غونډې" وکړي.
دا چې دا غونډې به له چا سره وي او په کومو مسایلو به پکې خبرې کېږي، جزییات نه دي ورکړل شوي.
خپله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه کابل ته د صادق خان د ورتګ په اړه څه نه دي ویلي.
دا پاکستاني استازی داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی. په کابل کې واکمنو طالبانو ظاهراً په دې کړکېچ کې خپل ځان بېپرې نیولی او له دواړو خواوو یې د زغم او ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د هواري غوښتنه کړې.
وروستیو څو اونیو کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ تماسونه زیات شوي دي. د اپریل په نولسمه نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې وې.