د ایران د بشري حقونو سازمانایران یو بل افغان د نشه يي موادو د قاچاق په تور اعدام کړی

د ایران د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې په دې هېواد کې یو افغان بندي اعدام شوی دی.
یاد سازمان چې د پنجشنبې په ورځ، د ثور ۱۸مه، په یو راپور کې وویل، چې یو تن افغان د هغو اوو تنو بندیانو په ډله کې دی، چې د نشه‌يي موادو د قاچاق په جرم د تېرې یکشنبې په ورځ اعدام شوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان، چې له هېواده بهر فعالیت کوي، وايي د دې بندیانو د اعدام حکمونه د بیرجند ښار په مرکزي زندان کې په پټه توګه عملي شوي دي.
د اعدام شوي افغان زنداني هویت علیرضا لالوزایی یاد شوی دی.
دغه سازمان تر دې مخکې هم راپور ورکړی و، چې دوه نور افغان بندیان د تېرې اونۍ په جریان کې د کرج ښار په قزل حصار زندان کې اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو له مخې، په روان میلادي کال کې د لومړیو څلورو میاشتو پر مهال په ایران کې د اعدام شویو کسانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۵ سلنه زیات شوی دی.