د کډوالۍ نړیوال سازمان: یوازې په ۱۵ میاشتو کې له ۳ میلیون څخه زیات خلک له افغانستان څخه وتلي دي

یو شمېر افغانان د افغانستان پرېښودو او ایران ته د تګ په تمه ( عکس ارشیف ا)

د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له ۱۰مې د ۲۰۲۵ د مارچ تر پایه له ۷میلیونو او ۴۰۰زرو ډېر د افغانستان پر پولو تګ راتګونه ثبت کړي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له ۱۰مې د ۲۰۲۵ د مارچ تر پایه له ۷میلیونو او ۴۰۰زرو ډېر د افغانستان پر پولو تګ راتګونه ثبت کړي دي.

دغه سازمان د «۲۰۲۴ کال له جنورۍ نه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې د افغانستان د پولو په اوږدو کې د خلکو خوځښت» په عنوان په یوه راپور کې چې د می په ۵مه نېټه خپور شوی ویلي، چې له دې شمېره نږدې ۴میلیونه او ۳۰۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي او له ۳میلیونو او۱۰۰ زرو زیات کسان له هېواده وتلي دي.

«ای او اېم» ویلي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې ډېری دغه تګ راتګونه له پاکستان او ایرانه د تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه او ملیک له لارو شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ په پالیسیو کې د بدلونونو، د ناقانونه کډوالو د ایستلو او اقتصادي فشارونو له امله ګڼ شمیر افغانان بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې زیات شمېر افغانان د بېکارۍ، ناامنیو او وسله والو جګړو له امله له هېواده وتلي او په ګاونډیو او غربي هېوادونو کې د ښه ژوند په لټه کې دي.

د راپور له مخې کابل ته د خلکو په راتګ کې زیاتوالی راغلی، په داسې حال کې چې د دایکندي او غزني په څېر ولایتونو ډېر اوسېدونکي ګاونډیوهېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته تللي دي.

په همدې حال کې یو شمېر هغه کسان چې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي او یا هم په دې موده کې له هېواده وتلي وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

عبدالقیوم چې یو کال وړاندې له پېښوره کابل ته راستون شوی، په دې اړه یې ازادي راډيو ته وویل:

“یوازې د مرستو ژمنې کړي خو هېڅ اقدام نه کوي،اوس یو کال کېږي نو،ما یوه خونه په کرایه نیولې، ستونزې زښته زیاتې دي، یو دوه خونې دې موږ ته جوړې کړي او بله مهمه خبره دا ده چې موږ ته دې د کار زمینه برابره کړي، زه سهار راځم تورماښام بېرته ته کور ته ستنېږم په داسې حال کې نجار هم یم خو ماشین او وسایل نه لرم چې کار پرې روان کړم.”

یوې افغان معترضې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او څه باندې یو کال مخکې ایران ته تللې په دې اړه یې وویل:

“زه لږتر لږه دوه کاله هلته پاتې شوم خو چې کله پوه شوم چې نه کېږي او په دې چې که طالبان ما زندان ته بوځي ډېره اندېښمنه وم، مجبوره شوم ایران غوره کړم، فعلا په ایران کې ښځې له بدترینه حالت سره مخ دي.”

د کډوالو نړیوال سازمان دغه راپور ښيي چې د افغانستان له پولو د خلکو تګ راتګ د ګڼو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاملونو له امله دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) یوه ورځ وړاندې اعلان کړی، چې په اپریل میاشت کې ۲۵۰ زره افغان کډوال له پاکستانه په سختو شرایطو کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.