UNHCR وايي، خپل هېواد ته راستنېدونکې افغانې نجونې او ښځې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي

د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۱۳مه- له پاکستان څخه کندهار ته راستنې شوې کورنۍ

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR وايي چې په تېره اپریل میاشت کې ۲۵۰ زره افغان کډوال په ډېر بدحالت کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون (د غويي ۱۴مه) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې په راستنیو شویو افغانانو کې هغه ښځې او نجونې هم شاملې دي چې د نجونو او ښځو پر تعلیم، کار او د تګ راتګ پر آزادیو د لګېدلو محدودیتونو له کبله له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ غوښتنه کړې چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

یو ان ایچ سي آر له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان مخ په زیاتېدو بشري ناورین له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو په جبري ستونې سره نور هم پراخېږي. د ملګروملتونو دې ادارې د اپریل په ۲۹ مه په یوه بیان کې وویل چې سلګونه زره افغانان په جبر سره د خطر په لور استول کیږي.